د خوشال بابا فکري بهير د ۲۰۸ مې اونيزې غونډې خبرتیا

درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۲۰۸مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته، د روانې اونۍ پر مهمو ملي او نړیوالو پیښو باندی مرور او تحلیل وړاندی کیږي.
ورپسی به خیبر ستوری د (The Essence of Islamist Extremism: Recognition Through Violence and Freedom Through Death) کتاب لنډیز او مهم ټکي وړاندي کړي. بیا به ښاغلی لطف الله لطف د سولی پر اقتصادي اغیزو  یو په زړه پوری وینا ولري.
 وخت: پنجشنبه د  لیندی ۱۶، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: دارلامان سرک خاتم النبیین مدرسی ته مخامخ د حبیبیی لیسی څنګ ته سړک، کیڼ لاسته لومړی کوڅه، ښي لاسته دویم کور
په ډېر درنښت