
زندګي
اوښکې خورمه اوښکې سکمه زندګي ده
نیم که نه یمه که یمه زندګي ده
بې له تانه اوس نیمګړې راته ښکاري
چیرته مه ځه ورک شې غمه زندګي ده
د هر نسل د ژوندون جدا تعریف وي
شکر خدایه زمونږ ډمه زندګي ده
د کوم نیک انسان په پل که برابر شم
په دې لاره ځم راځمه زندګي ده
که هر څومره سترګې مړې کړې خو اغلئ
بې اجله کله مرمه زندګي ده
جنتونه د همه ښیګڼو کور دی
ملا وایی هلته سمه زندګي ده
یو شیبه کې بلا سترګو کې ورکیږي
د میرویس خوشې مبهمه زندګي ده