
ترانه هغه اسانه او بې تکلفه کلام دی، چې له ساده کلمو، عباراتونو او انځورونو څخه پنځول کېږي. موږ هغه اثار ادبي بللی شو، چې د هنري او ادبي ښکلا لپاره رامنځته شوي وي. او یا هم هغه اثار چې د ژبې او ادب د ښکلا لپاره رامنځته کېږي او موخه یې ادبي وي، د ژبې د ښکلا او پایښت لپاره پنځول شوي وي. هغه اثار ادبي بللی شو. او هغه اثار هنري او ادبي اثار بللی شو، چې د هنر ستاینه او د هنري ښکلا ښکارندویه وي. او پدې کټګورۍ کې راغلي ټول اثار ادبي دي. او نن سبا ټول هغه فرهنګ پاله کسان چې یو څه د نظم په شکل جوړ کړي، هغه اثار په ادبي اثارو کې شمېري. چې دا یوه نا معقوله خبره ده. دا خبره باید ومنو، چې هر نظم او هر منظوم کلام ادبي او هنري اثر نه دی.
ادبي او هنري اثار هغه اثار دي، چې د ژبې ښکلا او پایښت ته ګټه ورسوي. اوس ځینې شعاري شاعري هم په ادب پورې تړي او دا خبره پکې مروجه ده، چې د ادب برخه زموږ ځکه قوي کړې ده؛ چې له موږ سره په شعار او خپلې موخې ته په رسېدو کې مرسته کوي. خو دا معقوله خبره نه ده، چې خپله دا ډول شعاري شاعري په ادبي شاعرۍ کې وشمېرو. دلته باید ډېر احتیاط وشي او هر څه په فرهنګ پورې ونه تړو. نن سبا زموږ په ټولنه کې ځینې شعاري شاعرۍ مروجې دي، چې د خپلو خاصو موخو لپاره پنځول کېږي، چې دا اثار ادبي ګڼل له ادب سره لویه جفا ده.
زه په ټولو د نقد حق د ځان نه بولم، خو موږ داسې اشعار لرو، چې د شعر پرېکړه کول هم په سخت دي. او د هغه پنځوونکي ته شاعر ویل هم سخته ده. یوازې وزن او قافیې برابرول شعر نه شي کېدای، بلکې لږ څه له هنري او ادبي اړخه ځان عیارول پکار دي.
زه دلته یوه بېلګه راوړم:
اې د توحیده بیرغه پاس مې په ګوګل ورپه
نن په کندوز ورپه بیا مې په کابل ورپه
تا کې دي نغښتې د سپېڅلو شهیدانو هیلې
ستا د قسم وي د دوښمن په هر مرچل ورپه
پدې شعر باندې په سختۍ پرېکړه کولای شو، چې دا یو شعر دی. دا یوازې هغه شعاري شاعري ده، چې د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره لیکل شوې ده. او همدا ډول موږ په لسګونو داسې نعتونه او حمدونه لرو؛ چې یوازې د خدای او د هغه د پیغمبر د وصف لپاره پنځول شوي دي، خو موخه یې ادبي نه ده. او پدې باندې د ادبي اثر پرېکړه کول ستونزمن کار دی او له ادبي اثارو سر یې جفا بللی شو.
زه دا خبره نه کوم، چې شعار له شاعرۍ څخه ماورا دی، بلکې موږ داسې ډېرې شاعرۍ لروو چې شعاري بڼه هم لري خو په هغه کې یو هنریت او هنري ښکلا پکې پرته وي. خو دا نننۍ شاعري یوازې الفاظ دي؛ چې وزن ورکړل شوی دی. موږ د خوشحال او رحمان په اشعارو کې ډېرو داسې بېلګې لرو؛ چې د یوه ځانګړي شعار په خاطر پنځول شوي وي. خو له هغو بیتونو سره موږ ډېره د هنري مالګې اړخ وینو.
حمد هغه موزون کلام دی، چې د رب تعالی ستاینه پکې شوې وي او همدارنګه د نعت هغه موزون کلام دی، چې د حضرت محمد (ص) ستاینه پکې شوې وي. خو اوس په الفاظو کې ستاینه او یادونه خورا ډېر توپیر لري، ځینې هم د فکر او الفاظو ښکلا سره یو ځای کوي؛ خو ځینې یوازې وچ الفاظ وي، چې دا ډول نعتونه او همدارنګه حمدونه ادبي نه شو بللی.
لکه:
اې نبي سلطانه څوک مې سلام نه دروړي
ډېر یمه پرېشانه څوک مې سلام نه دروړي
زه ډېر احترام لرم، ستا مقام عزت لرم
هر کس ته سلام ورکړم ستا ډېر عزت لرم
پورتني بیتونه ما له یوې نظم کړې ترانې څخه راخیستې دي، چې دا یوازې د دې غوښتنې لپاره لیکل او نظم شوي دي چې د نبي د دېدار یا هم هغه ته د سلام موضوع پکې راغلې ده. پدې ترانې کې هېڅ ډول هنري مالګه او ادبي ارزښت نشته، نو پدې ډول اثارو باندې د ادب پرېکړه کول ډېره ستونزمنه ده.
موږ په کلاسیکه دوره کې هم داسې شعاري شاعري لرو، خو پکار دي، چې د ادب په مالګه یې فکر وشي؛ زموږ په ټولنه کې ادب ته په درنه سترګه نه کتل کېږي ځکه چې د ادب او اثارو په ارزښت څوک نه پوهېږي او زموږ د پوهې او فرهنګي هویت کچه ډېره ټیټه ده.
ځینې خلک دا پوښتنه کوي، چې ولې دا شاعري دومره ډېر اورېدونکي لري؟ خو دا خبره سمه نه ده، هغه څه چې په ټولنه کې وچلېږي هغه خو نو له ادبي او هنري اړخه بشپړ نه دي. په ټولنه کې د همجنسبازۍ سندرې له ترانو نه ډېر اورېدونکي لري، خو دا بې بنسټه خبره ده، چې ووایو دا سندرې او ترانې ښې لیکل شوې دي. یا هم ددې شاعران غوره هنري ذوق لري. په ټولنه کې هر ډول خلک شته او د هر چا ذوق بېل وي، نو که په ټولنه کې د ډېرو خلکو یو څه خوښ وي هغه ټول خو ښه نه دي.
ددې اثارو پنځوونکو ته پکار ده، چې که دا ډول شعرونه، ترانې یا هم هر ډول اثر پنځوي نو د ادبي اړخه یو ورته یو نظر پکار دی. او هم د تفکر برخه باید پکې شامله شي. چې له تفکر او ادبي اړخه پرته اثار هنري خو څه، بلکې د یو اثر پرېکړه کول هم اسانه کار نه دی.
لیکوال: شبیراحمد سلیمي