څلوېښت کاله په طوفان کې

ما ډېری اټو بیوګرافۍ لوستې دي، په اټو بیوګرافیو باندې ډېر باور کول ستونزه کار دی او دا کار دې ته لاره هواروي چې ځینې انسانان له ځانه یا هم له خپلې ډلې ملایکې او له نورو خلکو شیطانان جوړ کړي؛ سربېره پر دې چې انسان نه په بشپړه توګه ملایکه او نه هم شیطان دی، خو زه ښاغلی خرم له نږدې پېژنم او ناسته پاسته مې ورسره کړې ده، چې څومره په دې خبرو او خپل موقف کې رښتینی دی. په دې کې شک نشته، چې په اکثریت موضوعاتو کې هغه ملي دریځ غوره کړئ دی.

څلوېښت کاله په طوفان کې کتاب د عبدالکریم خرم دی، چې د کوچنوالي، مبارزې، زده کړې، سیاسي ژوند او په سیاست کې عملا د کار په اړه موضوعات پکې را اخیستل شوي دي. ما چې کتاب پیل کړ، هغه څه چې زما لپاره ډېر جالب و، هغه دا چې په دې کتاب کې د سیاسي مبارز سره دومره قوي ادبیات، خوږه او روانه ژبه کارول شوې ده، چې تر شاه یې د یوې قوي سیاسي او ډېرې فرهنګي څېرې لاس ښکاري.

دا کتاب دوه برخې لري، چې لومړۍ برخه یې د لیکوال د شخصي ژوند او دویمه برخه په حکومت کې د کار برخه ده. دا کتاب به مو د کارتې پروان په کوڅو کې وګرځوي، د ثور له کودتاه څخه وروسته به د افغانانو د ټولنیز ژوند، ستونزو او جنګونو په اړه بشپړ معلومات ذهن ته در وسپاري. په ډېرې جالبه ژبه د خپل ژوند، کړاونو او په ځوانۍ کې د مبارزې کیسې پکې ځای پر ځای شوې دي. د طالبانو د حکومت جالبې خبرې به پکې ولولئ او د داخلي جنګونو پر سر معاملې او د دې جګړې د منشا په اړه به ډېر داسې نوي څه ولولئ چې ښایي په لوستلو یې حیران شئ.

وروسته به مو د بن کنفرانس د موضوعاتو کړکېچونو له هرې شېبې څخه خبر کړي او د بهرنیو هېوادونو رول او لاس وهنه او هر څه به په دې اړه درته واضع کړي. له هغه وروسته به مو په دې پوه کړي چې په فرهنګي لحاظ موږ د نړۍ د ابر قدرتونو تر څومره لوی یرغل لاندې یوو او د اطلاعاتو کلتور وزارت هر دهلیز ته به مو له ځان سره بوزي او هلته به مو په موجوده کړکېچونو خبر کړي.

د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو له جریانونو او کومې ستونزې چې د غرب او د هغوی د افغاني ملاتړیو له لوري د هېواد د بحران خوا ته بېولو په اړه وو، په دې ټولو به مو خبر کړي. دا کیسې به پکې ولولئ، چې څنګه خرم د کرزي د کابینې تر ټولو جنجالي کس و او په افغاني حکومت کې به د امریکا د عملي لاسوهنې په اړه ډېرې ناویلې واورئ.

په ۲۰۰۹ کال د اجراییه ریاست جوړښت هغه کیسې دي، چې بیا وروسته وروسته یې د عمل جامې واغوستې، دا چې د باګرام په زندان کې څه تېرېدل څه وشول او څنګه د افغانانو تر حاکمیت لاندې دی دا ډېرې نامطبوعاتي مسلې دي چې په دې کتاب کې ورته په ښه او هر اړخیزه توګه اشاره شوې ده.

د پخوانی ولسمشر کرزي او امریکا د لوړ رتبه مامورینو تر منځ به ډېر جالب ډیالګونه او هر اړخیزې کیسې په دې کتاب کې پیدا کړئ، چې ښایي تر مخ مو په دې اړه څه نه وي اورېدلي. دا چې امریکا په افغانستان کې څه غوښتل او له کرزي سره یې د څه ډول معاملو هڅه کوله دا هغه کیسې دي، چې لیکوال یې هر اړخ ته اشاره کړې ده. لیکوال د دې په اړه په پوره وضاحت سره لیکلي دي، چې د امریکا له کومو تحدیداتو سره مخ و او ولې په هېواد کې دی د متعصب او مذهبي کس په توګه معرفي کاوه.