څڼې لويشه اوبــــــــه راکړه د قاتلې تندې شور شوم
ته د شنو د ښتو سپرلی شوې زه د وچو غنو اور شوم
شوخ نظـــــــر دې ګل پلوې د وريتې مينې نشان کـــــــړم
ښايي اوس پاک مسلمان شوم ښايي رګ رګ كې دې خورشوم
هلـــــــه پيڅه کـــــــې مې نيسه چېــــــ تويېږمه جانانه!
د شلېدلې ايينې غوندې د پرې وړانګو انځور شوم
اوس مې وړي پرکږلېچونوخدايزده کوم ګړنګ مې وخوري؟
اوس د باد پر اوږو سپور شوم اوس د ماتې پاڼې ورور شوم
لکه دنګ سپين غر ياغي وم خو بس ستا د ښايست پښوته
لكـــــه څلې د مړو خاورو دا څــــــــه چـــــل و؟ درنسکور شوم
اوس دې ګرد پاکوم ګرانه له ګلچين ګلچين نظر نه
د ليمـــــو نه لږ څه پاسه د بڼو لاندې دې تور شوم
ځان کرمــــه ځان رېبمــــــــه عجيبه غوندې جــــلان يم
اوس د خپلو جذ بو فصل اوس د خپلو جذبو لور شوم
سيدجيلاني جلان
وروستي