ګالبراېټ، د قاچاقبرو مرسته كوونكى او رشوت خور

يادونه: دا ليكنه په باختر ورځپاڼه كې سهواً د جاويد صبوري په نوم خپره شوې. خو زه جاويد صبوري يې مسووليت په غاړه نه اخلم.
ګالبراېټ چې د تير كال زمري مياشتې ټاكنو وروسته ځان د افغانانو \"غمخوار\" او ژغورنکی جوړ كړى، هغه څوک دى چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې يې ګڼ شمير داسې كړنې ترسره كړي چې د هيوادونو د طبيعي زيرمو د لوټولو او د تجزيې په لور تللو باعث شوی.
په ۲۰۰۵ كال كې هغه په عراق كې د كردستان سيمه ييز حكومت د سلاكار په توګه دنده ترسره كوله، او دا هغه مهال و چې د عراق اساسي قانون مسوده د جوړېدو په حال كې وه. د نيويارك ټاېمز ورځپاڼې راپور سره سم، پيټر ګالبراېټ د عراق اساسي قانون جوړولو پر مهال له كردانو سره مرسته وكړه چې په اساسي قانون كې داسې مادې ځاى پرځاى كړي چې د هغوى )كردانو( سيمې ته- نه د بغداد مركزي حكومت ته- د ګڼ شمير سيمه ييزو مساېلو په برخه كې پوره واك وركړي، داسې چې ګالبراېټ ټينګار كاوه چې كردان به په بشپړه توګه د هغوى په سيمه كې پر نويو لاسته راغلو نفتي سيمو واك ولري. ګالبراېټ تل ځان د كردانو بې معاشه سلاكار بللى، خو كله چې د ۲۰۰۵ كال په دسمبر كې د \"تاوكي\" په نوي موندل شوې نفتي سيمه كې كېندونكو ماشينونو په كار پيل وكړ، لږ شمير حكومتي او سوداګريز چارواكي او د ګالبرايټ ډله په دې پوهېده چې هغه قانوني مادې چې يوازې څو مياشتې وړاندې هغوى په اساسي قانون كې ځاى پرځاى كړې وې، كولاى شي هغوى په بې ساري توګه شتمن كړي. له همدې درکه هغه له ۱۰۰ ميليون ډالرو څخه زياتې پيسې ترلاسه كړى.
نيويارك ټاېمز زياتوي چې هغه ددې لپاره چې ددغه ډول غلا بربنډېدو څخه مخنيوى وكړي، دا پوتنسیل درلود چې عراقي لږه كي راوپاروي او هغوى د هېواد تجزيې ته وهڅوي.
خو ګالبراېټ له قاچاق څخه څرنګه ملاتړ كوي؟
ددې پوښتنې ځوابولو لپاره د فرنټ لاېن انټرنېټي ساېټ څېړنيز راپور ته لنډه كتنه كوو.
فرانټ لاېن په د ۲۰۰۲ كال په مې مياشت كې يو راپور خپور كړ، چې لامل شو د سپكې او درندې وسلې يو لوى سوداګر جين بېرنارډ لاسناډ چې په اصل كې فرانسوي دى، خو په متحدو ايالتونو كې اوسېدو، د انټرپول د غوښتنې سره سم په سویس كې ونيول شي. له انټرپول څخه دغه غوښتنه ارجنټاېن كړې وه.
خو ارجنټاېن ولې جين بېرنارډ لاسناډ غوښت؟
جين كه څه هم په قانوني توګه د وسلو كاروبار كاوه او په متحدو ايالتونو كې يې د وسلې خرڅولو جواز ترلاسه كړى و، خو هغه په پرله پسې توګه د وسلو لېږدولو نړېوال قانون او پر ځينو هېوادونو د وسلو نه پلورلو له تړون څخه سرغړونه كړې.
سره له دې چې ارجنټاېن په كراتو له متحدو ايالتونو څخه د هغه د نيولو غوښتنه كوله، خو جېن درې كاله بې غمه په متحدو ايالتونو كې ژوند وكړ. جېن د وسلې په قاچاقولو او خپلو مشتريانو سره د درغلۍ په تور تورن و. جېن د ټانكونو، راكېټ ویشتونکو، سكډ توغنديو كاروبار كاوه او ان يوه مشتري كولاى شول چې د اسنادو درلودلو سره هغه ته د يوه خوځنده ۴۰۰ بستره روغتون فرماېش وركړي.
كه څه هم جېن تل ټينګار كړى چې د هغه شركت د نورو شركتونو په څېر كړنې لري. هغه فرنټ لاېن ته په خپلې مركې كې ويلي وو: \"البته چې زما كاروبار پوره قانوني بڼه لري. زه به نور څه شى د وېب پاڼې له لارې خرڅ كړم چې هر څوك يې ويني. تاسو زما جواز ليدلى شئ. هر څوك زما څخه جنس نشي پېرودلى، بايد اسناد ولري، او د بهرنيو چارو وزارت ورته سرټېفيكېټ وركړى وي.\"
خو د كلونو په ترڅ كې د وسلو په تړاو- زياتره له بنديزونو څخه د سرغړونو او مالي دوكې په تور تر تعقيب لاندې وى. د يوې بلژیکي ورځپاڼې له خبر سره سم جېن په ۱۹۸۳ كال كې د وسلو قاچاقولو له امله په دوه كاله بند محكوم شو، خو د ورځپاڼې په وينا پوليسو ونکړای شول چې هغه پيدا كړي. وروسته ارجنټاېن له دغه هېواد څخه كرواسيا او اېكوادور ته د وسلو د قاچاق په تور له انټرپول څخه د هغه د نيولو غوښتنه وكړه. له همدې كبله په ۱۹۹۹ كال كې انټرپول د جين بيرنارډ لاسناډ نيولو لپاره \"سور اخطار\" صادر كړ. سور اخطار چې د نيولو د حكم معادل دى، د اسامه بن لادن په نوم هم صادر شوى.
د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ كلونو په ترڅ كې د ارجنټاېن ولسمشر كارلوس مېنيم يو لړ فرمانونه صادر كړل چې له مخې يې د دغه هيواد جوړې وسلو صادرات پانامه او يوروګواى ته آزاده وو. خو اصلي موخه كرواسيا وه، چې ملګرو ملتونو لخوا پرې د وسلو اخيستلو بندېز لګول شوى و. بله موخه يې اېكوادور و، چې د ۱۹۴۵ كال ريو تړون له مخې وسلو بندېز پرې لګېدلى و.
له څه باندې ۶۵۰۰ ټنه سپكو وسلو او مهماتو څخه چې بالكان ته د ۱۰۰ ميليون ډالرو په بدل كې ولېږدول شوې، د څارنوالانو په وينا له دغه ۱۰۰ ميليون ډالرو څخه كابو نيمې يې په رشوت وركولو كې لګول شوي.
داسې نو د ګالبراېټ نوبت رارسيږي.
ډاكټر ډېنيل نېلسن، په بهرنيو چارو وزارت كې د وسلو پراخولو سلاكار، چې هغه مهال په كرواسيا كې و، وايي: \"[سفير پيټر] ګالبراېټ او د امريكا سفارت په دې اړه پوهېدل. كه داسې وانګېرو چې كله ارجنټاېنيانو د كرواسيا په دفاع وزارت كې په هسپانيوي خبرې كولې، نو ځكه دوى نه دي پوه شوي، دا احمقانه خبره ده.\"
ګالبراېټ هم وروسته منلې وه چې كه څه هم متحدو ايالتونو د ملګرو ملتونو له بندېزونو له سرغړاوي څخه په څرګنده توګه ملاتړ نه كاوه، خو هغه كرواسيايانو ته ويلي وو چې \"دې ته ځير شئ چې هغه څه چې ما ونه ويل... په دې مانا وو چې موږ له دې كار سره مخالفت نه كاوه.\"
دغه خبرې ګالبراېټ د كرواسيا د وخت ولسمشر ټادجمن ته د دغه هېواد په پلازمينه زاكرېب كې په ۱۹۹۴ كال كې كړې وې.
پوښتنه دا ده چې د ياد شويو ۱۰۰ ميليونه ډالر چې نيمې يې په رشوتونو كې تللې وې، كومو كسانو ته وركړل شوې وې؟
د ګالبراېټ تير ته په پام سره چې په پيل كې يې په لنډه توګه يادونه وشوه، كه څه هم موږ شواهد او ثبوتونه په لاس كې نه لرو، خو لكه څرنګه چې هغه بې ثبوته ادعا وكړه چې د افغانستان په ولسمشريزو ټاكنو كې درغلۍ شوي، ويلى شو چې ګالبراېټ چې هغه مهال يو عادي سفير و، او لا يې د عراق له تيلو څخه لسګونه ميليونه ډالر نه وو ترلاسه كړي، داسې يو معاملې ته رسېدلى وي، چې په كې هغه ته هم \"شيريني\" وركړل شوې وي. او د هغه پنځوس ميليونه ډالرو چې په رشوتونو او بډو كې وركړل شوې وې، يوه برخه ګالبراېټ ته رسېدلې وي.
له بده مرغه په افغانستان كې د ولسمشريزو ټاكنو وروسته د ګالبراېټ په هكله داسې غلط تصور پيدا شو چې هغه يو زړه سواندی دى او د افغانستان د خلكو ښه غواړي. خو د ګالبراېټ تيرو اقتصادي معاملو ته كه ځير شو، نو دې پاېلې ته رسيږو چې ګالبراېټ هڅه كوله په افغانستان كې يو كمزورى حكومت رامنځته شي، او په راتلونكي كې وكولاى شي د سياسي فشار او د ځانګړو اړيكو له لارې په افغانستان كې هم اقتصادي ګټې ترلاسه كړي.
هغه چا چې يوازې له يوه دركه له ۱۰۰ ميليونو ډالرو څخه زياتې پيسې ترلاسه كړي وي، هغه د ملګرو ملتونو شل ديرش زره ډالري معاش ته نه كښېني، مګر دا چې په سر كې نورې پروژې و نه لري.