
جګړه نه پسرلنی باران دی چې له اسمانه را وورېږي او نه هم ځنګلي بوټي دي چې په خپله په کرونده کې را زرغون شي، جګړه زموږ له کړنو، افکارو او چلندونو څخه رامنځته کېږي او زیان یې بیا یوازې تر موږ پورې محدود نه وي، بلکې ټولې ټولنې، چاپیریال او خلکو ته یې تاو رسېږي.
تشدد، افراطیت او جنګ هم د نورو پدیدو په څېر پټ او ښکاره دلایل او لاملونه لري. حکومتونو، ټولنو او مسوولو مقاماتو او بنسټونو ته ښایي چې د جګړې د دایمي نابودۍ په خاطر یا حداقل د روانې بدمرغه جګړې د ودرولو او کمولو په خاطر د هغو دلایل او لاملونه را وسپړي، تشخیص یې کړي او د له منځه وړلو په اړه یې دقیق غور وکړي.
زما په نظر، بې وزلي، بېسوادي، محرومیت، د قوانینو نه تطبیق، د کورنیو له تاوتریخوالي ډک چلند او د خلکو د پوهاوي د کچې ټیټوالی د جګړې عمده لاملونه دي. که چېرې موږ په هېواد کې روانې جګړې او په هغه کې ښکېلو کسانو ته وګورو، نو همدغه لاملونه په کې په څرګنده لیدل کېږي.
جګړه هم د ناروغۍ په څېر ده. لکه څنګه چې د ناروغۍ د درملنې او چارې لپاره دقیق تشخیص پکار دی، نو د جګړې لپاره هم باید همداسې وشي، ځکه جګړه په جګړه نه دفعه کېږي، که دفعه کېدلی، څلوېښت کاله وشول چې په هېواد کې جګړه روانه ده، له دواړو لورو جګړه کې ښکېل افراد ووژل شول، خو جګړه لا هم په شدت روانه ده.
د جګړه په جګړه دفعه کولو پرځای اساسي چاره پکار ده. که موږ واقعاً غواړو چې خپل نن او راتلونکی او خپل نسلونه د جګړې له بدو اغېزو خوندي کړو، نو د جګړې پرځای باید د جګړې فکټورونه او د هغو د پېښېدو لاملونه له امنځه یوسو.
که په هېواد کې روانې جګړې ته ځير شو، نو همدا اوس هم اکثره وزګار، ناچاره، بېسواده او تېراېستل شوي ځوانان د دغې نیابتې جګړې په لومړۍ کرښه کې د خپل هېواد، هېوادوالو او امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.
د جګړې د دفعه کولو په موخه باید د جګړې رېښې، لاملونه او دلایل تشخیص شي او بیا د مشخصو، واضح او ګټورو برنامو، پلانونو او پروګرامونو له لارې د هغو دلایلو او لاملونو د له منځه وړلو په اړه فکر او کار وشي.
له بده مرغه زموږ په هېواد کې د جګړې عمده لاملونه یانې فقر، ناچاري، وزګارتیا او بېسوادي دومره پراخه شوې چې چاره او له منځه وړل یې د پراخو امکاناتو تر څنګ پرلپسې هلو ځلو ته اړتیا لري. دغه هڅې باید صادقانه او دوامداره وي.
حکومت، ولسونه، علما، مدني فعالان، رسنۍ او نور لوري بنسټونه او احزاب که د جګړې د مخنیوي او د هغو د لاملونو د له منځه وړلو لپاره خپل افکار، نظریات، پوهه، تجربې او امکانات سره شریک کړي او په ګډه د یوې واضح او ملي برنامې له مخې د جګړې د لاملونو د له منځه وړلو اقدام وکړي، نو باور دی چې هم به جګړه او هم به یې لاملونه له منځه یووړل شي.