لوږه او بې وزلي طبیعي پدیدې نه دي، بلکې ډېر وخت د مسوولینو د ناپامۍ، بې پروایۍ او د خلکو د تنبلۍ له امله دغه دواړه پدیدې په ټولنه کې داسې وده کوي چې له امله یې د خلکو ژوند پیکه کېږي.
د دې ترڅنګ لوږه او بې وزلي ځینې نور تحمیلي فکټورونه هم لري لکه جنګ، ناامني، وزګارتیا او نور، خو موږ چې د افغانستان نن او پرون ته ځیر شو، نو په هېواد کې د لوږې او بې وزلۍ دواړه ډوله فکټورونه به وګورو.
دا خو ټولو ته معلومه ده چې افغانستان ته د کانونو، اوبو، غرونو، موقعیت، ځمکې او نورو په ګډون خدای تعالی پرېمانه طبیعي زېرمې ورکړي. داسې زېرمې چې له برکته یې نه یوازې خپل خلک او هېواد له فقر او بې وزلۍ څخه ژغورلی شي، بلکې نورو ډېرو هېوادونو او ملتونو ته یې هم خیر او ګټه رسېږي.
خو مهمه ستونزه داده چې پرونیو مسوولینو او د هېواد رهبرۍ زموږ له طبیعي زېرمو څخه د استفادې لپاره کار او کوښښ نه دی کړی. دغه زېرمې همداسې ځای پرځای پرتې دي او یا زموږ پرځای ورڅخه زموږ ګاونډیان استفاده کوي، لکه زموږ پرېمانه خوږې اوبه چې پاکستان او ایران ته بهیږي، هغوی د برېښنا انرژۍ، کروندو او نورو لپاره ورڅخه بې حسابه او بې کتابه ګټه اخلي.
یا د هېواد په ځینو سیمو کې لیدل کېږي چې زموږ د قېمتي ډبرو کانونه د مافیا، زورواکانو او وسله والو په لاس کې دي چې په غیر فني توګه ورڅخه استفاده کوي او قاچاق کوي یې. دا زموږ د لوږې او بې وزلۍ هغه بعد دی چې موږ په خپله په ځان راوستې، ځکه زموږ غفلت، بې پروایي او تنبلي ښيي.
د لوږې او بې وزلۍ بل بعد جنګ، ناامني، مهاجرتونه او بېکاري دي چې له څلوېښتو کالو راهیسې افغانان په جنګ او بحران کې ژوند کوي او دغو بدمرغه جنګونو زموږ له خلکو څخه د فقر او بې وزلۍ له ژونده د راوتلو ګڼ فرصتونه ضایع کړي دي او لا هم دا فرصت نه برابرېږي چې دوی د خپل حالت د بدلون لپاره اساسي فکر او بنسټیز کار وکړي.
له همدې امله په هېواد کې د لوږې او بې وزلۍ ګراف لوړ دی، حتی څلوېښت سلنه هېوادوال مو د ورځې یا یو وخت ډوډۍ خوري او یا په لوږه ویده کېږي. د افغانستان په څېر په طبیعي زېرمو مالامال هېواد کې دغه ګراف او حالت یوه فاجعه ده چې د توجیه لپاره یې هیڅ دلیل نشي موندل کېدلی.
دلوږې او بې وزلۍ د دغه حالت څخه د راوتلو یوازینۍ لاره داده چې زموږ خلک په اتحاد او اتفاق د جنګ او بحران حالت ته د پای ټکی کېږدي، تر څو په امن او خوندي چاپیریال کې هم هېوادوال د ارام ساه واخلي او هم د دې فرصت برابر شي چې د خپل حالت د بدلولو لپاره اساسي فکر وکړي. غله، زورواکان او قاچاقبران د خپلو کانونو او قېمتي ډبرو له خپلسرو کېندنو منع کړي او د دولت له لارې په قانوني توګه د هغو په کیندلو سره هېوادوال له لوږې او بې وزلۍ څخه خوندي شي، ځکه په هېواد کې د محدودو میلیاردرانو په شتون سره د هېواد او خلکو په وضعیت او ژوند کې کوم مثبت بدلون نه راځي، دا بدلون هغه مهال راځي چې د خلکو ژوند ښه شي او له لوږې او بې وزلۍ څخه وژغورل شي.
وروستي