سوله شعار نه موخه ده!

سوله اوس له شعار څخه په اصلي موخه بدله شوې ده، ځکه دا هم د ولس او هم د حکومت غوښتنه ده او نړیوال هم دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د اوږدو جګړو له امله افغانان نور د جنګ زغم نه لري، له همدې امله نړیوال هم اوس د جنګ پرځای د سولې خبره ډېره کوي.
د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالتونو ستراتیژۍ هم د جنګ تر څنګ د سولې خبره کوي او هغوی په څرګنده وایي کوم طالبان او وسله وال چې سولې ته غاړه کېږدي، نو د بین الافغاني مذاکراتو له لارې به یې غوښتنو ته پام وشي.
طالبان او وسله وال هم له جنګه ستړي دي، خو هغوی دوه ستونزې لري یو دا چې هغوی د پاکستان له وېرې په ښکاره له جنګ څخه خپله بېزارۍ او سولې ته تمایل نشي څرګندولی. دویم دا چې دوی او د دوی کورنۍ د پاکستان له لوري یرغمل شوي دي او هغوی ته په ډاګه ویل کېږي چې که له جنګه لاس واخلي، نو دوی او کورنۍ به یې ووژل شي.
نو د دې لپاره د طالب پرځای پر پاکستان فشار راوړل پکار دي تر څو پاکستان په افغانستان کې د روان جنګ له دوام څخه لاس واخلي. سره له دې چې د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره دا وضاحت رامنځته کړ چې دپاکستان حکومت له تېرو ۱۴ او ان ۴۰ کالو راهیسې له افغانستان سره په نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی او تر هغوچې پاکستان نا اعلان شوې جګړه ونه دروي او د تروریستانو له ملاتړ، تمویل او د ښه او بد تفکیک څخه لاس وانخلي، نو د سولې مذاکرات بې ګټې دي.
ولسمشر غني چې کله هم د سولې خبره کوي، نو سوله په دوه بعدونو کې خلاصه کوي، یو له پاکستان سره سوله او بله له افغان طالبانو سره سوله. مګر په دې دواړو ابعادو کې له پاکستان سره د سولې خبره لومړی کېږي او ویل کېږي چې تر هغو له پاکستان سره سوله ونشي، نو له طالب سره سوله بې ګټې ده، ځکه چې هغوی نه د سولې صلاحیت لري او نه هم اراده.
 
 
افغان حکومت تل وسله والو مخالفینو او افغان طالبانو ته د سولې بلنه ورکړې او سولې ته د رسېدو په برخه کې یې پر پاکستان د معقول فشار راوړلو تر څنګ نورې ګتورې او موثرې لارې هم لټولې دي او لا هم په دې لټه کې دی چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له وسله والو مخالفینو او په جنګ کې ښکېلو افغان خواوو سره د بدمرغه جنګ ټغر له هېواد څخه ټول کړي.
که چېرې روانه بدمرغه جګړه ودرول شي او په هېواد کې سوله او ثبات تامین شي، نو حکومت به د قانون حاکمیت، اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ تامین او ترویج ته پام لا ډېر کړي او هم به ورته کافي وخت ولري، ځکه هغه وخت چې اوس د جنګ په مدیریت لګول کېږي هغه به خپلو هېوادوالو ته د موثرو خدماتو په برابرولو ولګوي.
ولسونو، دیني علماو، مخورو او د بېلابېلو اقشارو استازو ته ښایي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په خاطر د حکومت د سوله ییزو هڅو ملاتړ وکړي او له خپلو اړیکو، اغېز، موثریت او امکاناتو څخه په استفادې وسله والې مخالفې افغان ډلې دېته وهڅوي چې د جنګ پرځای د مذاکراتو او سولې لاره غوره کړي.