په دموكراسۍ كې زورواكي!!!

ساحل بهير
اداري فساد، غلا، رشوت او قاچاق هغه مسايل دي چې د افغان دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړې چارې او فساد تر دې كچې پورې ډېر شوى، چې بهرنيانو څو مياشتې وړاندې د كرزي د دولت لپاره شپږ مياشتې ضرب العجل وټاكه څو خپله اداره اصلاح او پاكه كړي. خو هغه د پښتو ژبې متل چې مېږه په لېوه نه ساتل كېږي. هغه وخت چې زموږ مشران او چارواكي چې تر دې وړاندې هم په جنګي جرمونو او غلاوو تورن دي. د هېواد په زړه كې ډېر لوړ بلډېنګونه او تجارتي مركزونه لري. چې هغه يې هم له ملت سره د خيانت له مخې پيداكړي داسې كارونه كوي. نو ګيله به له چا وكړو.
اوس په دې هېواد كې هره لوړه چوكۍ داسې كسانو ته وركول كېږي چې د ملت د سترګو په وړاندې يې په غلو، لوټماريو، رشوت، وژنو، جګړو او نورو كړكېچنو پېښو كې لاس درلود. نو چې زموږ لوړ پوړې چارواكي داسې كسان ټاكل كېږي نو ګيله به له چا وكړو او اصلاح به په چا راولو؟ آيا له دې كسانو څخه د اصلاح او سمون هيله درلوداى شو. نه هيڅ كله هم نه.
نو چې داسې ده چاره څه ده؟ چې د ولسمشر لومړى مرستيال د هېواد د معارف ځمكه لاندې كوي او خپل شخصي تجارتي مركز په كې جوړوي نو داسې څوك به پيداشي چې د نوموړي د كار مخه ونيسي او يا يې په اړه څېړنه او تحقيق وكړي. خو هېڅوك هم نه.
د روهي پښتو برېښناپاڼې ته د معارف وزارت يوې باورې سرچينې ويلي، چې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال فهيم د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د پوهنې وزارت 12 جرېبه ځمکه قبضه کړې ده. سرچينې زياته كړې، چې له همدې امله د پوهنې وزارت سيمې ته خپل مامورين ور واستول، چې وضعيت له نږدې وګوري، خو په ځمکه کې د مارشال کسانو د وزارت مامورين لومړي ښه سپک او بيا ووهل شول، نو اوس تاسې قضاوت وكړئ، چې له دې مسلې به ملت خبر شي او يا به هم د مارشال كاكا د قضيې په اړه څوك څېړنه وكړاى شي؟ خو هېڅ كله هم نه. ځكه چې دا په دموكراسۍ كې زورواكي ده، افغان ملت ته هسې په دروغو ويل كېږي چې موږ تاسې ته دموكراسې راوړې او تاسې كولاى شئ چې خپل غږ پورته كړئ، كه چېرې موغږ پورته كولاى شواى نو د پوهنې وزارت مامورين ولې ووهل شول.
داسې هېڅ څوك به هم پيدا نه شي چې مارشال كاكا ته ووايي چې دا ولې؟
دا په افغانستان کې د ځمکې د مافيا تر ټولو څرګنده غلا ده، چې دولت يې پر وړاندې لاس تر زنې ناست دى. ايا د مارشال كاكا په زاهد وليد او ګڼو نورو لوړو بلډېنګونو او تجارتي مركزونو نفس نه مړېږي، چې اوس يې د نازولو او بې وزله شاګردانو په ځمكه هم قبضه واچوله. دا ډېره جالبه او په زړه پورې ده. ليكوالو، ژورناليستانو او ورځپاڼه ليكونكو ته لازمه ده، چې دا موضوع تر هغه پورې تعقيب كړي، څو چې رسوا شوې نه وي. ځكه چې په دې ملت ټولې نادودې همداسې پټې تېرېږي او څوك نه شي كولاى چې خپل غږ پورته كړي. كه چېرې د دې موضوع په اړه په پوره ډول تحقيق او څېړنه وشي دا به له ملت سره يوه لويه همكاري وي او كه همداسې پټه پاتې شي دا به بيا د قلم د څښتنانو يو خيانت وي چې له خپل ملت او خلكو سره يې كوي.
اوس د پوهنې وزارت چارواكو ته لوى چلينج په مخكې دى. كه چېرې ونه شي كولاى چې د دې موضوع څېړنه او پلټنه وكړي. نو دوى ته نه ښايي چې نور په دې چوكۍ كښېني. څو وخت وړاندې هغه وخت چې د كندهار پخواني والي ته معلومه شوه چې د ولايتي شورى د رئيس له خوا څخه په سوونو جرېبه ځمكه پلورل كېږي او نوموړى غواړي چې له دولت څخه د ځان لپاره داسې اسناد جوړ كړي چې ګواكي نوموړې ځمكه يې له دولت څخه اخيستې ده، والي ورته وايي، چې زه د ملت په وړاندې دا خيانت نه شم كولاى. له همدې امله نوموړى والي ته ويل كېږي چې كېداى شي چې ته له دې امله خپله چوكۍ له لاسه وركړې، خو والي په خوښۍ ورته وايي چې ماته له خيانت څخه د چوكۍ پرېښودل بهتره دي. همدا وو چې نوموړى د همغې ورځې په ماښام له دندې ګوښه او پر ځاى يې ويسا د كندهار والي وټاكل كېږي. چې دې ډول منفكۍ او يا له چوكۍ څخه ايسته كول يو افتخار دى. اوس به وګورو چې د پوهنې وزير خپل ځان ته افتخار ګټي او كه ځان د خيانت په لومو كې ښكېل كوي.
كه چېرې په رښتيا هم بريالى وزير وي او خپل كارونه بريالي بولي نو خپل غږ به پورته كړي او داسې كسان به رسوا كړي. بيا كه چېرې چوكۍ ورڅخه واخيستل شي هم نوم به يې د خيانت كوونكو په ډله كې نه شمېرل كېږي.
هغه شاعر وايي:
په ننګ مړ خو څه مړ نه دى.
د بې ننګه ژوند جفا ده