افغانان د يوه ملي پاڅون په انتظار دي

ساحل بهير
نور له صبر او حوصلې څخه خبره تېره شوې ده، نور هغه وخت دى چې حوصله او صبر هم ګناه لري. زموږ لپاره د داسې جګړو تابياوې نيول كېږي چې هېڅ عقل يې نه مني، ځكه چې د مارجې لپاره ۱۵۰۰۰ بهرني سرتېري اماده كېږي، په داسې حال كې چې په مارجه كې به ټول ۲۰۰ كسه طالبان نه وي موجود. د جګړو له امله زموږ بې ګناه افغانان په داسې حال كې وژل كېږي چې هېڅ له مخالفينو سره اړيكې نه لري. خو بايد په دې پوه شو چې دا جګړې د افغانانو د كمزوري كولو او وژلو لپاره دي، نه د طالب په ضد او وركولو لپاره. كه چېرې د عقل خاوندان فكر وكړي هغوى په پوره ډول پوهېداى شي چې دا جګړې د څه لپاره دي؟
په مارجه كې يوه مېرمن په داسې حال كې وژل كېږي، چې د خپل شهيد مېړه د مړي د پورته كولو لپاره يې منډه اخيستې، د خپل هغه مېړه چې تر اوسه پورې يې يوازې شپږ مياشتې ژوند ورسره كړى، نوموړې په دې خاطر وژل كېږي چې ولې د داسې يو چا د مړي پورته كولو ته ورځي، چې د دوى له خوا څخه وژل شوى ځكه چې دوى خو خپلې جګړې ته په حقه جګړه وايي، خو دې جګړې ته هېڅ كله هم په حقه جګړه نه شو ويلاى، نه طالب زموږ خپل دى، نه امريكا، ناټو او نه هم د كرزي منحوسه اداره، كه چېرې د كرزي اداره وايي چې د خپل ملك لپاره كار كوي، نو بهرنيان چې ۳۳ كسه په يو ځل له كومې پوښتنې او معلوماتو پرته وژني.
آيا دا اداره نه شي كولاى چې په نړيواله كچه يې پوښتنه وكړي؟
آيا دا اداره نه شي كولاى چې د افغانانو لپاره هم بشري حقونه پلي كړي؟
آيا په بهر كې هم د ۳۳ كسانو وژونكي بښل كېږي؟
آيا په امريكا كې هم بشري حقونه په همدې ډول دي؟
آيا په لويديز كې هم انسان ته په دومره سپكه سترګه كتل كېږي؟
آيا په نن ورځ په نړۍ كې د يوه انسان بيه ۱۵۰۰ ډالره ټاكل شوې؟
افغان ولسه د خداى لپاره نور ويښ شئ، داسې يوه لاره ولټوى چې نور له هرې خوا څخه نه وژل كېږو او نور مو واړه ماشومان نه بې ميندو او پلرونو كېږي. ناټو، امريكا، برتانيې، فرانسې، طالب او دوه دېرشو نورو هېوادو ټولو زموږ په مرګ پسې را اخيستې، ټولو د افغان وژنې لپاره د پردې تر شا خبرې كړې دي. خو زموږ چوپتيا به ترڅو پورې وي؟ كه مو پر بل چا زړه نه سوزي د مارجې په يتيمه ناديه زړه وسوزوئ، هغه له خپلې ماشومې لور، ماشومې خور او يا هم د كور له كوم بل غړي سره پرتله كړئ، د يوې دقيقې لپاره خپلې لور ته د ناديې له څېرې څخه وګورئ او فكر وكړئ چې كه ستاسې ماشومې ته د خپلې كورنۍ دوولس مړي اېښي وي، د هغې ژوند به څه ډول وي؟ په همدې ډول دا فكر هم وكړئ چې آيا د ناديې د كور ټول دوولس غړي به د برتانويانو په وينا ترهګر وي، خو نه! هېڅ كله هم نه!، ټول افغانان ترهګر نه دي او نه هم ټول د بل ډول ته ګډېږي. ترهګر څه مانا؟ هغه وخت كې چې د بهرنيو اشغالګرو ځواكونه راغلل دلته خو هېڅ طالب نه و، اوس دومره ډېر له كومه شول، اوس ولې ورځ په ورځ ډېرېږي، آيا دا د خلكو كينې او حسدونه نه دي؟ يو څوك چې د خپل كور غړي ورور، پلار او خپلوان د دوى په مخ كې بې ګناه په داسې حال كې ورته ووژل شي چې له هېڅ كوم ګوند او ډلو ټپلو سره اړيكې هم نه لري. آيا هغه به مخالف نه شي؟ خامخا مخالف كېږي. نن ورځ زموږ په هېواد كې جګړه يوازې د طالب وركول لپاره نه ده بلكې يوازې د خلكو د وژلو لپاره ده، په افغانانستان كې د برېتانيا خپلې پخوانۍ خاورې شوې ككرې چېرې هېرېږي، دوى چېرې په افغانستان كې خپلې پخوانۍ ماتې هېرولاى شي. تېر كال يو بهرني ژورناليست په يو خبر كې ليكلي و، چې برتانويان په هلمند كې د خلكو كورونه په بلډوزرو ورانوي، د داسې خلكو چې له هېڅ ډول سياسي حركت سره هم كار نه لري.
په ټلويزيون كې يو بهرنى منافق ولاړ وي، او وايي چې موږ د افغانانو د امنيت د ساتلو لپاره راغلي يو او ستاسې د ملكي كسانو د وژنې له امله بښنه غواړو، د افغانانو امنيت له چا څخه امينت ساتئ، خو همدا تاسې افغانان وژنۍ. د بست په روغتون كې يو كس يو بهرني ژورنالست ته ويلي، چې بهرنيانو زما په مخ كې زما دوه پېغلې خويندې په راكټ وويشتې او ويې وژلې، او نوموړي دا هم ويلي چې زه به خامخا د خپلو خويندو غچ اخلم.
ستاسې بهرنيانو په وينا خو طالب ترهګر دى، هغه خو ستاسې په وينا مخالف او وېره اچوونكى دى، دا معصومې پېغلې دې ولې ووېشتې دا څوك وې، آيا دا هم ترهګرې وې؟
په پاى كې يو ځل په ټولو افغانانو كه هغه په دولت كې دي، كه طالبان او كه هم عام خلك دي غږ كوم، چې بايد داسې يوه لاره چې هغې ته يو سپېڅلى پاڅون، يو ملي پاڅون ويلاى شو غوره كړي، ځكه چې خپل ولس پر موږ حق لري چې د ژغورلو لپاره يې يو كار وكړو او نور خبره له زغم او حوصلې څخه وتلې ده، نور بايد په خپل نفس كې زغم ته ځاى ورنه كړو او دا هم ويلاى شم چې اوس ټول افغانان د يوه پاڅون په انتظار دي، كه چېرې له يوه داسې مشر څخه چې هغه په رښتيا سره هم وكولاى شي چې د افغانانو مشري وكړي د پاڅون ناره اوچته شي، زما په فكر ټول افغانان به يې هركلى وكړي او په يوه غږ به ورسره ملګري شي. نور بايد دې جګړو ته ملي او افغاني بڼه ورنكړل شي او ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه هم بايد په دې پوه شي چې افغانان نور د وژنو او ورانيو زغم نه لري او همدارنګه افغانان اوس هم خپل پخوانى غيرت لري خو نور به خپل غيرت د پاكستان او نورو داړونكو نه قربانوي او بس.