د خوشال بابا فکري بهير د ۲۰۶ مې اونيزې غونډې خبرتیا

درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۲۰۶مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته، د روانی اونی په مهمو پیښو مرور او تحلیل وړاندی کیږی.
بیا به ښاغلی شعیب رحیم د لاجوردو د لاری په هکله یو په زړه پوری پرزینټیشن ګډونکونکو ته وړاندې کړي. ورپسی به ښاغلی ذبیح الله هیوادوال  د وخت د ضایع کیدو د مخنیوی پر لارو چارو یو په زړه پوری پرزینټیشن وړاندې کړي.
 وخت: پنجشنبه د  لیندی ۲، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: دارلامان سرک خاتم النبیین مدرسی ته مخامخ د حبیبیی لیسی څنګ ته سړک، کیڼ لاسته دوهمه کوڅه، ښي لاسته دویم کور.
په ډېر درنښت