ترخه د خاموشۍ چې اوس حل شوي دي رګـــــــــو کې
په منډه انديښنې دي زمــــا لــــه زړه نـــــــــه په وتو کې
ما زړه ورته ډالــــۍ کړ چـــې روښانه پـــــې صحرا کړي
ده خيال پرې د جــــــــرس وکړ د شګــــــــو په موجو کې
پروتی مــــې د خيال و تاويدلــــــــو مــــــې لــــــه زړه نه
روڼ څاڅــــــــکی شو د اوښکو رغړيدلو مې لېمو کې
زه دومــــره وم بـــــې خياله چــې شکوه مې کړه له ځانه
ما پام خو دې تــــه نــــه و چـــــې آشنا مې و سلګو کې
وروستۍډيوه يې مړه کړه زمادزړه څيرې کيږدۍکې
ارمـــان کــه اوس خو تـــــــم شي زما نظر دده ککو کې
وروستي