له کچې ډېر جدیتوب په کرکه بدلېږي!

د یو چا پر وړاندې د کوم څه په تړاو له کچې زیات جدي اوسېدل (سخت گیری خوښول) ددې لامل ګرځي، چې د اړوند کس په زړه کې له کرکې ډک احساس را منځته شي په ناوړه او بدو کړنو لاس پورې کړي.
 په څرګند ډول جیدیتوب یا جدیت هغه څه دی، چې هم د مثبتې پایلې او هم د منفي پایلې لامل ګرځېدلای شي؛ که چېرې جدیت په یوه غوره بڼه او برابره کچه وي، حتمي به مثبته پایله لري یعنې له مخې به یې ښېرازي، ښېګڼه او غوره توبونه را منځته کېږي، چې په ورته وخت اصلي او ټاکلې موخه په غوره ډول ترلاسه کېدونکې وي او که چېرې له کچې زیات وي، نو حتمي بده پایله لري یعنې د بدمرغۍ، بدګڼې او نه خوښېدونکې پایلې لامل ګرځي، چې په ورته وخت کې له اړوند کس څخه د اصلي او ټاکلې موخې لاسته راوړل ناشوني کېږي.
له کچې زیات جدي اوسېدل د نه هېرېدونکي درد سرچینه ګرځي؛ له خپلو تجربو او ازمیښتونو یې درته وایم؛ د ښوونځي او پوهنتون د دورو له استادانو ډېرې تجربې لرم، خو هغه استادان راته ډېر ګران او محبوب وو کومو به، چې په نرمه، خوږه او د نیږدېوالي احساس درلودنکې لهجه راته خبرې کولې او له هغو استادانو به مې زړه بد وو او حتا تر دې، چې په زړه کې به مې د هغه په تړاو کرکه را پیدا شوه کومو به چې له خورا زیات جدیت او بد چلند څخه ګټه اخیسته، نو اوس څرګنده ده، چې ښه څه دي او بد څه دي. راځئ هغه لار خوښه کړو، چې ټول یې خوښوي؛ نه هغه لار، چې هېڅوک یې هم نه خوښوي.
په درنښت
#محمداکبر-حقمل-معینزی