
له ځینو لهجوي لفظي توپیرونو څخه ډېره ګټه ددې لامل ګرځېدلې، چې پر لیکنۍ بڼه خورا اغېزه وښندي؛ غواړم په څرګنده توګه یې د ځینو هغو اړینو ټکو یادونه وکړم، چې په ټولنیزه رسنۍ او ځینو نورو ځایونو کې مې تر سترګو شوې.
سم ناسم
انجلۍ - نجنۍ = نجلۍ / جینۍ
سته = شته
احمد ده = احمد دی
ښېگړه = ښېگڼه
زیرک = ځیرک
وور = اور
سنبال = سمبال
روځ = ورځ
رور = ورور
ما نیسلی دی = ما نیولی دی
ډوډۍ وخوړلې شوه = ډوډۍ وخوړل شوه
پېړ / پرېړ = پېرړ
درون = دروند
اروېدل = اورېدل
اوسیلی = اسویلی
سخر = خسر
یواځې = یوازې
په کابل کې ژوند پر سروړي = په کابل کې خپل ژوند تېروي
افغانان د وچکالۍ له ناحیې څخه ځورېږي = افغانان له وچکالۍ څخه ځورېږي
زه د کابل په کارته چار کې کښېنم = زه د کابل په شېرشاه مېنه کې اوسم
ما په کور کې همسایه کښېنولی دی = ما په کور کې همسایه اچولی دی
زه له خطر سه مواجه شوم = زه له خطر سره مخ شوم
او داسې نور.