
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس په ایران او عراق کې د تېرې شپې له زلزلې ځپلو سره غم شریکي کړې ده او د مرستو ژمنه یې ور سره کړې ده.
دغه سازمان په خپله وېب پاڼه کې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، انتونیو ګوترس د دغې طبعي پېښې د رامنځته کېدو له کبله خواشنی دی. په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستې روسنې ټېم تیار دی، چې زلزلې ځپلو ته مرستې ورسوي.
یوې قوي زلزلې د ایران ګڼ شمېر ښارونه لړزولي دي او سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې تر دې دمه په دغه زلزله کې تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۱۶۸۶ ډېر نور ټپیان دي. دغې زلزلې د ایران لوېدیځې برخې، د عراق ځینې ښارونه، ترکیه، ارمنستان، کوېټ، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم لړزولي دي.