په خبرو کې د زړه د درد انځور

د ټولنې هر اړخیزې ناخوالې له ژوند څخه د خوند نه اخیستلو لامل ګرځي او انسان هرې نه خوښوونکې کړنې ته اړ کوي.
د ټولنې د ناخوالو په شتون کې وګړي په سمه توګه وده ونشي کولای، له پرمختګ لیرې پاتې کېږي او له ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي؛ حتا تر دې، چې د ځان وژنې لامل یې ګرځي.
کېدای شي ډېری لوستونکي مې دا لیکنه له منفي انګېرنو او فکرونو ډکه وبولي؛ خو یادول یې په دې اړین بولم، چې د سمون او اصلاح په موخه یې د کېدو تر بریده هڅه وکړو.
 
= د حق درلودلو په کچه حق نه ورکول کېږي؛ زموږ په ټولنه کې تر ټولو لویه بدبختي همدې ټکي را منځته کړې ده، په دې ټولنه کې ټولې د ځواک، شتمنۍ او بدماشۍ خبرې چلېږي؛ خپل حق هېچا ته هم نه رسېږي، که څه هم په اصل کې حق د الله «ج» نوم دی او هر انسان د خپل حق تر لاسه کولو حق لري؛ خو دلته هر څه برعکس یا سرچپه دي.
= دوکه دوکه ددې ټولنې یو بل تریخ انځور دی؛ په خوله به درته یو څه وايي او په زړه کې به یې درته ستر دام اېښی وي.
= د درک کچه ډېره ټیټه ده؛ یعنې د یو او بل پر حال ځان پوهول مو نه دي زده.
= یو او بل په غوره ډول نشو زغملی؛ یوازې بدماشان یو.
= تر مطلبه یاري؛ په نورو یوازې خپل کار سرته رسوو او بشپړوو یې؛ له هغې وروسته یې په کیسه کې هم نه یو.
او ډېرې داسې نورې.
ددې ناخوالو په شتون د وګړو روحیه له منځه ځي، رواني او عصبي ناروغۍ ورته پیدا کېږي؛ که سړی هر څومره د ذهین او ځیرک فکر او ذهن خاوند وي، د داسې حالاتو له امله یې هر څه له خاورو سره خاورې کېږي.
کېدای شي د یادو ناخوالو او یا دې ته د ورته داسې نورو ناخوالو د کابو کولو او حتا له منځه وړلو خبره زموږ په وس نه وي پوره؛ خو دومره هم نه یو بې وسه چې بیخي پکې ونډه ونشو درلودلی.
#محمداکبر-حقمل-معینزی