
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د امریکا او روسیې ملګرتیا د ټولې نړۍ په ګټه او خیر ده.
ټرمپ د ویتنام له ولسمشر سره د لیدو پرمهال ویلي، سمه ده چې امریکا پر روسیې بندیزونه لګولی او کېدای شي دغه بندیزونه نور هم زیات شي، خو اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د نړۍ پر ټپونو پټۍ ولګوو.
ټرمپ د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې که روسیه زموږ پروړاندې خپله تګلاره بدله کړي او اړیکې مو ښې شي، دا به د ټولې نړۍ لپاره یوه لاسته راړنه وي.
ټرمپ له دې وړاندې په خپل ټوېټر لیکلي و، د اسیا په اقتصادي ناسته کې یې له پوتین سره لیدل د اهمیت وړ و. نوموړي ویلي، روسیه کولی شي د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د حل په مسله کې له موږ سره مرسته وکړي. ټرمپ په خپلو خبرو کې په دې ټینګار کړی، چې د امریکا او روسیې ښې اړیکې کولی شي د ډېرو انسانانو ژوند وژغوري.