
سعودي عربستان د لنډ مهال لپاره په بحرین کې د نفتي توکو د نل لیکې غځولو کار ځنډولی او د خپلو امنیتي تاسیساتو د امنیت کچه یې لوړه کړې ده.
د العربیه تلوزیون د راپور له مخې د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د جمعې په ورځ د یوې تروریستي پېښې له کبله د پایپ غځولو دغه لړۍ له خنډ سره مخ شوه. امنیتي ځواکونو اور لګېدنه مهار کړې ده، چې په پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه غندلې ده او له بحرین څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. په سعودي عربستان کې یوه شرکت Saudi Aramco بحرین ته د نفتو په لېږد کې ځنډ تایید کړی دی.