هند له روسیې څخه ۲۰۰ چورلکې پېري

مسکو غواړي په راتلونکي ۲۰۱۸ مېلادي کال کې له ډهلي سره د ۲۰۰ ، 226K چورلکو د پلور تړون لاسلیک کړي.
 د روسي چورلکو د شرکت عمومي مشر اندری بوگینسکي ویلي، غواړو راتلونکی کال پر هند ۲۰۰ چورلکې وپلورو او تړون ور سره لاسلیک کړو.
 نوموړي ویلي همدا اوس یوې ګډې کمپنۍ پر کار پیل کړی، چې چورلکې بسته بندي کړي او له پلور وروسته هم د چورلکو د ترمیم مسوولیت پر غاړه لري.