
د عراق په واسط ولایت کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله اووه تنه وژل شوي دي.
راپورونه وایي یوه اووه کسیزه نظامي ډله د الکوت هوایي اډې ته څېرمه پر ماموریت بوخته وه، چې ناڅاپه یې چورلکه وغورځېده او ټوله سپرلۍ یې ووژل شوه.
تر اوسه د چورلکې د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
واسط د ایران پولې ته څېرمه د عراق یو ولایت دی.