غزل

غزل

ډېر شاهان راغلل، لاړل تېر شول داسې نور به راځي
زمونږ د سـترګو نه چې ورک دی له کوم لور به راځي
چې د مـورکۍ اوښـکې کـړي پاکې،کـړي یتیم دلاسه
هـغه ورځ څه وخت ده چې دې خبرې شور به راځي
چې په یوه نـعـره دې جـنـګ ته خـاتمـه ورنه کـړو
نن کـه پر مــا، سبـا پر تـا دی کـور په کـور به راځي
چـا را ته پټ له نورو خـلکـو غوږ کې داسې اووېل
دې زخـمـي زړو ته مـسیحـا، مـرهـم ټکـور به راځي
امـین مـسـعـود د هـغـه چـا یم د راتلـو په تـمـه
چې د نجات لښکر سالار دی په آس سپور به راځي