د سوریې بوکمال کې د هوایي بمباریو له امله ګڼ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

د سوریې او عراق پر پوله پرانه دیر الزور ولایت مربوطاتو د بوکمال پر ښار د درنو هوایي بمباریو له امله ګڼ ملکي وګړي شهیدان شوي دي چې تر اوسه یې د ۲۸ تنو جسدونه پیدا شوي دي.
ویل کیږي چې یاده سیمه د داعش تر کنترول لاندې وروستۍ پراخه سیمه ده چې ملکي وګړو ته د بشار اسد دولتي ځواکونو او داعش ترهګرې ډلې د وتلو اجازه نه ده ورکړې چې له امله یې یادو بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاده بمباري د سوریې ولسمشر بشار اسد پلوو ځواکونو کړې ده.
د یادونې وړ ده چې نوموړې سیمه د ۷۰ کیلومترو پر اوږدو د فرات سیند پر غاړه پرته ده چې د داعش وروستی د پښو ټینګیدلو ځای ګڼل کیږي.