
د افغانستان ملي امنیت ریاست خبر ورکړی دی چې په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې له خوا یو تر سره کیدونکی برید شنډ کړی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د ملي امنیت ځواکونو د کابل ښار اوومې حوزې په سیمه کې له یوه کور څخه چاودیدونکي توکي، وسلې او د ځانمرګو واسکټونه نیولي دي چې غوښتل یې په کابل ښار کې یو ځل بیا ترهګریز برید تر سره کړي.
د پیښې د عاملینو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.