
د عراق دولت وایي داسې ډله ییز مړیستنونه یې موندلي دي چې د داعش له خوا د وژل شوو سلګونه کسانو جسدونه پکې خښ شوي دي.
د وروستي خبر له مخې د داعش ترهګرې ډلې له خوا د عراق کرکوک ولایت مسوولینو ویلي دي چې د الحویجه سیمې ته نېږدې یې داسې مړیستنونه پیدا کړي دي چې د ۴۰۰ په شاوخوا کې مړي پکې پيدا شوي دي.
د کرکوک اوسني والي راکان سعید چې په یاد ولایت د کردانو له ولکې وروسته ټاکل شوی دی ویلي دي چې یاده سیمه یو وخت د امریکایي ځواکونو پوځي مرکز و چې وروسته پر سیمه د داعش د واکمنۍ پر مهال د اعدامونو او وژنو مرکز و.
د عراق پوځي چارواکي وایي چې یادو ځواکونو د سیمه ییزو عیني شاهدانو په مرسته یاد قبرونه پیدا کړي دي.
ویل کیږي چې یاد کسان یا هم په مرمیو ویشتل شوي دي او یا یې سرونه پرې شوي دي.