ټرمپ وایي پوتین د امریکا په تېرو ټاکنو کې د مسکو لاسوهنې تور د ځان سپکاوی ګڼي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې چې په ویتنام کې یې د اوپیک هیوادونو په ناسته کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیده کاته وکړل څرګنده کړه چې پوتین د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې هغه تور د ځان سپکاوی ګڼلی دی چې ګواکې مسکو په یادو ټولټاکنو کې په دې منظور پراخه لاسوهنه کړې ده تر څو ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شي.
د ټرمپ او پوتین یادې لیدنې په امریکا کې یو ځل بیا د خلکو او رسنیو له لوري پراخ غبرګونونه رامینځته کړي دي او یو ځل بیا هغه شکونه چې روسیې د امریکا ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده رابرسیره شوي دي.
له دې پخوا د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې سي آی آې په یوه راپور کې ویلي وو چې داسې لاسوندونه یې تر ګوتو کړي دي چې له مخې یې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې پراخه لاسوهنه څرګندیږي او د سي آی اې یاده ادعا ۱۶ نورو امریکایي بنسټونو هم تایید کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ له وروستیو څرګندونو وروسته نن یو ځل بیا سي آی اې پر خپله پخوانۍ ادعا ټینګار وکړ.