ټرمپ او پوتین د عکس اخیستو پر مهال له یو بل سره لیدلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د ارام سمندر او اسیا په سرمشریزه کې، چې په ویتنام کې تر سره شوه له یو بل سره  د عکسونو اخیستو پر مهال کتلي دي.
دواړو مشرانو نن د ارام سمندر او اسیا په سرمشریزه کې ګډون وکړ، چې د ویتنام په اینترکانتینانتال هوټل کې جوړه شوې وه.
تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، چې دواړو مشررانو د لیدو پرمهال د څه په اړه خبرې کړې دي. ټاکل شوې ده د روسیې ولسمشر په دې ورځو کې د اپک په سر مشریزه کې هم ګډون وکړي.