
د امریکا کانګرس غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد د پخوانیو ولسمشرانو تقاعدي حقوق دې کم شي.
د کانګرس یوه غړي ویلي، چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو ته د مالیه ورکوونکو له پیسو څخه په دومره لوړه کچه حقوق ورکول انصاف نه دی او باید دغه حقوق یې کم شي.
ټاکل شوې ده، چې د نوې طرحې له مخې پخوانیو ولسمشرانو ته دغه مبلغ د پنځو کلونو په لړ کې درې لکه او پنځوس زره او له پنځو کلونو وروسته دوه لکه پنځوس زرو ته راښکته شي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو ته هر کال بودجه ځانګړې کېږي، دفتر ورکول کېږي او د کارکوونکو تنخوا یې هم ورکول کېږي.