
شمالي کوریا وایي د خپل اتومي پروګرام په اړه د مذاکراتو هوډ نه لري. په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا دایمي استازي ویلي، تر هغه چې امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې تهدیدونه را کم نه کړي د اتومي پروګرام په اړه به هېڅ ډول مذاکرات ونه کړي.
چا سان ویلي تر هغه چې امریکا خپل دښمنانه او تهدید کوونکي سیاست ته زموږ په اړه بدلون ورنه کړي، د هستوي وسلو او بالستیک توغندیو په اړه به مذاکراتو ته حاضر نه شو.
نوموړي همدار راز ویلي، چې شمالي کوریا به په همدې ډول خپل اقتصاد او اتومي پروګرام ته پرمختګ او دوام ورکړي.