روسیه: په کندوز کې دې د امریکایي ځواکونو وروستۍ بمباري وڅېړل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت او د بشري حقونو له نړیوال سازمان غوښتي، چې په کندوز کې د امریکایي ځواکونو له لوري وروستۍ بمباري په بې پرې توګه وڅېړي.
 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، امریکایي ځواکونو د روانې مېلادي میاشتې په درېیمه نېټه د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې درې کلي بمبار کړل، چې ۳۰ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او په جدي توګه له افغان حکومت او د بشري حقونو له نړیوال سازمان غواړي چې دغه پېښه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
خبرپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې دوام د جدي اندېښنې وړ مسئله ده او باید په راتلونکې کې د ورته بریدونو مخنیوی وشي.