
د سعودي پر مشرۍ د عربي ائتلاف جنګي الوتکو د یمن د دفاع وزارت ودانۍ بمار کړې ده.
په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې د عربي ائتلاف الوتکو د یمن دفاع وزارت پر ودانۍ برید کړی، چې د ملکي وګړو کورونو ته پکې زیان اوښتی او د دوو کسان روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
عربي ائتلاف په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې پر یمن له دې کبله نظامي تجاوز وکړ، چې ګواکي د دغه هېواد د مستعفی او فراري ولسمشر «عبد ربه منصور هادي» ملاتړ کوي.
دغه ائتلاف د یمن هوایي، ځمکني او بحري سرحدونه تړلي دي او هېچاته د دغه هېواد له خلکو سره د مرستو اجازه نه ورکوي. تر اوسه پورې زرګونه ملکي وګړي د ښکېلو غاړو په جګړه کې وژل شوي دي.