په هندي موسيقي كې دټاګوررول

           
     موسيقي له ډېرې پخوامودې نه په هندي ټولنه كې له دين سره غښتلې اړيكې لري اودنفس دپاكۍ لپاره ورڅخه كاراخلي په هندوانو كې دغه فن دهندودين ديوه شريف اودرانه ميراث په توګه منل شوى دى ځكه يې نوساتنه اوپالنه دروحانيونوكاردى اودرمسالونه اوپاټهشالي ددغه فن اوذوق دروزنې ښوونځى بلل كېږي .
دبنجانن ټاګورنيكه ګان له څوسووكلوراهيسې دسنسكريتي اومذهب عالمان وو له بهيجن دهياګيان (تفكراومراقبه) درمسال اوتپسيا(دهندوانورياضت ) سره يې نږدې اړيكه درلوده اوله موسيقي سره مينه له دغې اړيكې سره لازمه وه ځكه نوپه دغه كورنۍ كې دسازوسرو ذوق اوفن ديوه شريف ميراث په توګه راغلى دى دهري موهن ټاګورزوى امانندن چې په نندلال سره مشهوروودموسيقۍ له كلكوحاميانو څخه واوپه خپله يې هم ښه ستارواهه سرندرموهن دجوتندروموهن ټاګوركشروروردى چې داتازوني فيلډلفياپوهنتون ورته په موسيقۍ دوړتياله مخې دډاكتراف موزيك ډګري وركړې وه دګوپي موهن ټاګورزوى هركمارټاګورچې په ۱۸۵۸هم په موسيقۍ كې دكمال درجې ته رسېدلى واوددغه فن استادان يې ډېرلمانځل
دنوموړي هركمارټاګوركشرزوى سرندروموهن ټاګورپه ټول هندوستان كې لومړۍ سړى د ى چې دډاكتراف موزيك ډګري يې حاصله كړې ده ده ته په اتازولي كې دفليډلفياپوهنتون اوپه انګلستان كې داكسفورډ پوهنتون دغه ډګري ګانې دموسيقۍ په برخه كې وركړې وې ډاكترسريندروموهن ټاګورپه ۱۸۷۱كال كې په كلكته كې دموسيقۍ دزد ه كړې يوښوونځى پرانېست لس كاله پس يې په ۱۸۸۱كې دموسيقۍ اكاډمي په نامه يوه بله عالي موسسه جوړه كړه چې ترډېره وخته پورې دغه دواړه تعليمي موسسې ددعه ترمشرتابه لاندې دده په شخصي مصرف وچلېدلې
ډاكترسريندروموهن دموسيقۍ په فن كې دتاليفاتوخاونددى دموسيقۍ په اړه يې دې (هندوستان كي بائيس سرتيان) كتاب دزده كړې اوتاريخ غوره اثرد ى
داخودده پخواني نيكونه شول چې دهنددموسيقۍ لپاره يې ځانونه وقف كړي وو خوخپله ټاګورهم له چانه كم نه وو دموسيقۍ په برخه كې يې پوره مهارت درلوددشري رابندررانات ټاګورنومي كتاب كې راغلي دي دموسيقۍ سره مينه درابندرراناټ ټاګورپه خټه اغږل شوې وه په كوچينوالي كې يې دموسيقۍ سره زياته مينه وه
دهرې يكشنبې په ورځ سهاربه دبنګال مشهورو موسيقارانوده ته موسيقي ورښودله دځوانۍ په وختوكې يې ډېرې ښې سندرې ويلې دپلاريې دده سندرې خوراخوښې وې هركله چې به خواشينى اوخفه شو دربندرراناټ ټاګورپه سندروبه يې زړه ته تسل وركولوټاګوربه خپل شعرونه په ترنم ويل اوموسيقي ددغه دشعرخونداواغېزه يوه په دوه كړې وه رابندررانات ټاګورپه ۱۹۳۵ عيسوي كال دموسيقۍ په باب يوكتاب چې (سوراوسنګتي ) نومېږي چاپ كړدده ورورديوندررانات ټاګور خوپه موسيقۍ كې دكمال حدته رسېدلى وو دخپل ورورزياتره شعرونه يې په راګو بدل كړي وو دټاګوراوران كې شاعري په كتاب كې راغلي دي چې ټاګورهم په خپله نوي راګونه جوړول اوپه هغو قالبوكې يې لفظونه اچول په همد ې كتاب كې راغلي چې ټاګوردويم ځل كله اروپاته لاړهلته يې اروپايي موسيقي هم زده كړه ايرئس مېلوډيزيې لوستى و اوپه لندن كې يې دايرلينډۍ موسيقي څوراګونه هم لوستي اوساتلي ووچې دده په _ډې پېټ پل هنټ ډرامه كې يې جلوې ښكاري
په نتيجه كې ويلى شو چې ټاګورموسيقي پوه داچې شعراوموسيقي سره تړلي دي نوټاګوراوموسيقي هم په هندي ټولنه كې له يوبل نه دجداكېدونه دي اوسنۍ هندي موسيقي چې موږ يې په خونداورواوهرڅوك يې په ښكلااقراركوي دټاګورغوندې دستروشخصيتونودزحمتونوپايله ده .اوپه طبيعي ډول جوړه لاس ته نه د ه راغلې .
ترټولومهمه ده چې دموسيقۍ پوهې دټاګورشعرته جاميعيت وركړى ، روان والى ، اوسندريرزوالى وربښلى ځكه چې دشعراوموسيقي څپې سره ډېرنږدې والى لري .اوبياټاګوريوازې دهندي موسيقۍ استادنه وو بلكې نړيواله موسيقي يې لوستې اواورېدلې وه چې دليكنوپه څېريې له دې هنرنه هم په هندي رنګ يوه نوې تابلوپنځولې وه .اوموسيقي ته يې نوى رنګ وركړى ټاګوريوبې تعصبه انسان وو موسيقي يې ددې لپاره نه زده كوله چې ګڼي په هندويزم كې لوړمقام لري بلكې دهندپه ځمكه يې دراټوكېدلي هنرپه توګه ورته پرمختګ وركول غوښتل اوخپله يې يوڅوشېبې هم دژوندله ستړي روزګاره ددغه راګونوپه غېږكې پناه اخيسته .