
لنډه کیسه
دسپین ږیري عبدالحلیم کاکا وړوکې باغچه په ټول کلي کې څه چې په ټوله سیمه کې بې جوړې وه ، په بڼ کې دبېلابېلا میوه لرونکې اوبې مېوې ونو ترڅنګ ټول هغه څه موجود وو چې یو شاعرانه ذوق یې دلیدلو له پاره خوښیږي ، سربېر په دې چې په دې بڼ کې دکلي دنورو باغچو نه هر ډول ګلان راوړل شوي دغه سپین ږیری باغوان د ډېرو غرنیو ګلونو نمونې هم له غره راکوزې کړې وې او په خپله باغچه کې یې ځای ورکړی وو، بلبلان هم په دغه باغچه مین وو اوله نوروبڼوڼو به یې دلته ډېر شور جوړ کړی وو او سپین ږیری عبدالحلیم به چې کله تر سیوري لاندې کښناست نو ددغه مرغانو له شور او چغار به یې یو ډول عجیب خوند اخیسته داسې به ورته ښکاريده لکه په ځوانۍ کې به چې دخپل کلي دساز مجلسونو ته ناست وو او په ساز کې به یې زړه مستۍ اخیستی وو .دی هم اوس په دې ښه پوهېده چې دمرغانو یې باغچه خوښه ده ددې وړوکي بڼ دلښتیو اوبه چې له غرونو اول ددې بڼ وړوکي پټې اوبوي او بیا نورو بڼوته ورځي ولې به یې نه خوښول ددې بڼ هرڅانګه ده په خپلو ګوتو سمه کړې وه لوېدو او یاغي کېدو ته یې نه پرېښوده لمونځونه او دعاګانې یې په کې کړې وې دامنظره به هغه وخت لا ډېره ښکلې شوه چې وړوکې غوټۍ به یې څنګ ته راغله یوه عمر خوړلي بوډا به چې دبڼ له پروانواو پتنګانوسره غوټۍ په لوبو اوشور ولیده نوله سترګو به یې اوښکې وڅڅېدې او دغوټۍ به چې ورته پام شو نو په وړوکي او مانا دار غږ به یې ترې وپوښتل .
بابا بیا دې سردرد کوي ؟ په مور پسې مې ژاړې تا خو ویل هغه تللې باغچې ته ګلان راوړي .
سپین ږيرې به زر اوښکې پاکې کړې او له څانګې به یې کومه مېوه غوټۍ ته راوشکوله او د خبرې لوری به یې پرې بدل کړاو له خپلې یوازینۍ لمسۍ سره به دماشوم غوندې په لوبو بوخت شو هغه ته دخدای (ج) په دې لویه نړۍ کې بې له خپلې دې وړوکې لمسۍ او دې باغچې چې په مینځ کې یوه جونګړه هم وه بل هېڅ نه درلودل خو اوس ورته د باغچې رنګارنګ مرغان هم په زړه پورې وو او داسې به ورته ښکاريده لکه هغوی چې دده په ژبه پوهیږي په ونو او بارو کې یې لاسي داسې ځایونه جوړ کړي وو چې مرغان یې د ځالو له پاره وټاکي او په باغچه کې دمرغانو شور نور هم زیات شي .او ترټولو مهمه داچې باغچه یې ددې سیمې له ټولو باغچو ښکلې ښکاره شي او همداسې یې هم کړي وو یوې باغچې هم ددې وړوکي بڼ له ښکلا سره سیالي نه شول کولی او نور بڼوال دده هنر او ذوق ته تسلیم وو .
+++++
اوس دپسرلي موسم وو که څه هم هوا یوڅه یخه وه خو سپین ږیرې باغوان به له هرې شېبې نه خوند اخیسته دپسرلي د لنده بلو بوی به ورته دعطرو په څېر ښکلې وو هره شېبه دونې څانګې او ګلغوټۍ په غوړېدو وې مرغانو په خپلو ماښوکو کې یو یو تار واښه راوړل او نوې ځالې یې ټاکلې غوټۍ به هم تر ډېره له بارانه پټه وه او په جونګړه کې به يې له ډبرو نه د جوړو کړو نانځکو سره لوبې کولې هغه هم پوهېده چې بابا وړاندې په باغچه کې بوخت دی ددې سره د لوبو وخت نه لري .
ورځې تر ورځې څانګې غوړېدلې مرغان هم راتلل بڼ د غره له لمنو نه ډلې ډلې بوراګان راتلل په بڼ کې به یې څو دورې ووهلې اوکله به یې چې دغه بڼ خوښ شو نو دونو په وړو او له ګلو ډکو نیالګیو کې به خورې شوې او شور به یې نور هم زیات او د عبدالحلیم کاکا په شونډو به یوه ښکلې موسکا خوره شوه او ډېر ځله به یې خوله هم له تعجب او خوښۍ نه وازه پاتې شوه ترټولو مهمه خبره داوه چې ونې تر نورو کالونو له ګلونو زیاتې ډکې وې او دې بیا دا مانا ورکوله چې مېوه به یې زیاته وي او د کلیوالو ډېر کار به ورباندې وشي ده هر ونې او بوټې ته بېل نوم ورکړی وو چې یوازې دده او غوټۍ ترمینځ شېفر وو یوازې دوی پرې پوهېدل ، مثلا په یوه چنار یې ډېنګ په یوه وړوکې ونه ټیټکۍ په یوه ګل پیت پزی ، په یوه څانګوره ونه شیشکه او نورو نومونه ایښي وو چې د نوم په اخیستو به یې غوټۍ له خندا شنه تخته وه .
دبڼ ټول لښتي او وړې پولې داسې منظې ښکاريدې لکه بوډا چې په خطکش جوړ کړي وي ډېر ځله به غوټۍ د لوبو په وخت دغه پولې هم ړنګې کړې خو ده ته غوصه نه ورتله کله په چې ماښام شو او مرغان به ټول غلي شول نو په تیاره کې به یوې سپینې کوترې ته ورته مرغۍ به هم د دوی جونګړې ته راننوته او پاس په یوه راوتلي لرګي به کښناسته لږ اواز به یې وکړ په انګړ کې به یې بوډاکې او په غیږ کې پرتې ماشومې ته وکتل او بیا به یې سترګې پټې کړې مرغۍ له دوی څخه ویره نه لرله ، لکه بل ځای یې چې شپه نه تیرېږي بوډا هم څه نه ورته ویل حتی ډېر ځله به که هغه نه وه راغلې نو بوډا به له کړکۍ دباندې ورپسې کتل او په توره تیاره کې به ورته ولاړې شنې څانګې معلومېدې چې شمال خوځولې او شور به یې جوړ کړ څو شیېبه پس به د وزرونو شور شو او یوې مرغۍ به ستړي ستومانه له کړکۍ دننه راټوپ کړل بیا به نو تر سهاره جونګړه وه او دخدای (ج) دغه درې مخلوقات .
++++++
یوه ورځ لا مازدیګر نه وه چې په اسمان تورې ورېځې راغلې بوډا په تندي لاس کېښود اسمان ته یې وکتل هغه ته دومره تجربه شوې وه چې که له ډېر تاوده لمر وروسته سپینې ورځې یو په یو راغونډې شي او تور رنګ غوره کړي نو سخته ږلۍ یا توپان راځي او اوس هم وریځې همغه ډول وې هغه پوه شو چې کوم توپان یا باران ته ورته ږلۍ راروانه ده په زړه کې یې وېره تېره شوه غوټۍ یې د ګلونو دڅو بوټو له مینځ را اوچته کړه جونګړې ته یې ورسوله د جونګړې په سر یې یو پلاستیک هم خور کړ او بیایې د بڼ ځینې لښتي سم کړل چې هسې نه اوبه په کې ډنډ شي ، د دیوالونو دبېخ ناغولونه یې هم وکتل او بیا یې ځېنې تنکۍ څانګې سره وتړلې چې باد یې ماتې نه کړي ، ورېځې نورې هم سره راغونډېدې دي به بڼ کې د مرغانو شور زیاتېده خو د ماښام د تیارو په خورېدو د زرور توپان لومړۍ څپې په بڼ ولګېدې ونې یې راکږې کړې ، تالنده اوبرېښنا هم ورسره ملګرې شوه بوډا او ماشومه غوټۍ د جونګړې په یوه کونج کې په تیاره کې غلي ناست وو ،هغه سپنې مرغۍ ته یې هم پام نه وو ، نیمه شپه توپان دومره تېز شو چې بوډا د څانګو څه چې د لویو ونو د ماتېدو اوازونه هم په خپلو غوږونه واورېدل د پاڼو شغار د مرغانو په ځالو کې د مرغۍ د بچیانو چغ اوچوغ ښه سم اورېدل کېدل او د بوډا زړه له درده ډکېده او چې کله د سهار رڼا خورېده نو په بڼ کې یوه ولاړه ونه هم نه وه بوټې یو به بل پراته وو لښتي اوبو وړي وو د جونګړې نیمایی برخه لوېدلې وه اوبه ورننوتې وې بوډا پاڅېده د تخومونو یوه کڅوړه یې اوچته کړه او د جونګړې یوڅه کالي یې هاخوا وغورځول یوې سپینې مرغۍ په منډه کړه په هواشوه خو وزر یې ورسره یاري ونه کړه را وغورځېده بیا اوچته شوه او بیا وغورځېده او دریم ځل د زړه په زور په هوا شوه والوته ، او په هوا کې د بوډا له سترګو پناه شوه بوډا سترګې وموښلې ماشوم غوټۍ یوه لمده بڼکه را اوچته کړه او بابا ته یې وکتل
بابا دایې موږ ته پرېښې ؟
بوډا بڼکه را اوچته کړه ورته ویې کتل په وینو سره وه ښکل یې کړه بیایې هوا ته پسې وکتل هېڅ په نظر ورنه غلل په ټوله هوا کې همغه مرغۍ ته ورته بې رنګه شکلونه ګرځېدل په بڼ کې هم شور ماشور غلی وو .
۱۳۸۹/۷/۱۳
ننګرهارـــــ افغانستان