د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې بې له کوم موجبه له دندې ګوښه شوی رییس له نوي رییس سره د ګوښه کېدو پر لسمه ورځ لاس یو کوي او د همکارۍ او مینې ډاډ ورکوي. دا له کرکټ سره مینه او دې لوبې ته د ژمنتیا یو ښکاره پیغام دی. څو میاشتې وروسته مخکني مشر ته پته لګېږي چې نوی رییس د کرکټ له پر مخ بېولو ډېر لرې دی؛ بې باوره دی، ژمن نه دی او هوا کې اوسي. خبرې ډېرې او خوږې کوي خو عمل یې نه لیدل کېږي، پر کرکټ نه پوهېږي، له ادارې چلونې ناخبره دی او د کرکټ او ورزش پر ډیپلوماسۍ خو یې بېخي سر نه خلاصېږي. نو له خپلو ټولنیزو پاڼو د مخالفت غږ پورته کوي او خامۍ یې ښکاره ورته وایي. له بده مرغه هېواد داسې دی چې ډېر نادرې ورکې ممکنې دي؛ باور وکړئ توطیه جوړول خو ډېره اسانه او یوه نورماله خبره ده. خو له کرکت سره د بې کچې مینې پر اساس نه له توطیو ډارېږي او نه له نورو مشکلو، دا ولې؟ ځکه پوهېږي چې نه یې غلا کړې، نه فساد، نه یې ناغیړي کړې او نه یې د کرکټ له امکاناتو ناوړه ګټنه کړې، بلکې په لاسته راوړنو یې اداره تر اوسه چلېږي. وايي چې غل نه یې له پاچا هم مه ډارېږه ، همغه و چې بې ډاره یې ټول حقیقتونه ولیکل، وویل او اوس یې هم لیکي یا وايي، په هر صورت، راځو اصلي موضوع ته چې کرکټ مو پر کومه روان دی؟
زه هر څه له نېږدې تعقیبوم او ګورم چې څه روان دي، زه ځکه هر څه له نورو ښه تحلیلولی شم چې دې اداره کې مې پوره شپږ کاله پر لوړو پوسټونو کار کړی، د هر حرکت پر رېښتیا او دروغو ښه پوهېږم.
دې وروستیو کې د کرکټ بورډ اوسني مشر ښاغلی مشعل، چې وار پار ترې خطا شوی، پر ځینو نمایشيکارونو پیل کړی؛ لاړ شي په ولایتونو کې لوبغالي، دفترونه او اکېډمۍ په داسې حال کې افتتاح کړي چې له هېڅ شرکت سره قرارداد نه وي لاسلیک شوی. اصول دا دي چې پروژه اعلانېږي، تر دواطلبۍ وروسته شرکت انتخابېږي، له شرکت سره قراداد لاسلیک کېږي او بیا د افتتاح مراسم نیول کېږي. خو زه چې څومره ګورم پر هېڅ یوه لوبغالي، دفتر او اکېډمۍ پورتنۍ پروسه نه وي تطبیق شوې خو افتتاح وشي. د ډېرې حیرانتیا خبره خو دا ده چې د اړوند ولایت والي او نور لوپوړي چارواکي هم د پرانیستې د مراسمو ګډونوال وي. هغوی هم دې ته نه ګوري چې کوم دی شرکت، د شرکت مشینري او امکانات؟ ددې پروژو یو څو بېلګې دلته یادولی شم: د ننګرهار د بهسودو لوبغالی، د پکتیکا لوبغالی، د کندوز دفتر، د کابل د لوبغالي پراختیا او ځینې نور... .
بله موضوع دا ده چې له کله نوی رییس ښاغلی مشعل د کرکټ بورډ رهبرۍ ته راغلی څلوېښت ورځې کم یو کال یې پوره شو خو هېڅ د پام وړ کار د کرکټ د پرمختګ لپاره نه دی شوی؛ په مالي برخه کې زیاتوالی نه دی راغلی، کوم سپانسر نه دی زیات شوی، کوم سفارت او یا نورو نړیوالو ډونرانو سره نوی قرارداد نه دی شوی. (پداسې حال کې چې نوموړي ویل چې اداره به پر خپلو پښو ودروي او مالي امکانات به زیات کړي نو چې په پوره کال کې نه بیا کله؟) موږ د کندهار میدان د هند په سفارت جوړ کړ، د خوست لوبغالي ته مو د جرمني له سفارت فنډ ترلاسه کړ، د کابل لوبغالي د جوړولو مرسته د امریکا له سفارت ترلاسه شوه، د لوګر میدان مو د هند په پیسو روان دی او داسې نور...، د شپږیزې لپاره مو یونیسف، امریکا سفارت، یک تلویزیون او نورو سره تر راتلونکو دوو کالونو لپاره قراردادونه کړي وو.
بله مهمه برخه د داخلي لوبو ده، د بشپړ غړیتوب له اخیستو سره سره بیا هم داخلي کرکټ کې کوم بدلون یا نوښت نه لیدل کېږي، هماغه څلور ورځنۍ سیالۍ مخکې هم کیدې او اوس هم، داچې صرف د فرسټ کلاس سټېټس یې اخیستی دا د اوسنی ادارې کمال نه دی، بلکې پخوانی ادارې په کوششونو او لاسته رواړنو د ای سي سي لخوا ورکړل شوی. د شفیق ستانکزي مرکه کې به تاسو اوریدلي وي چې کله مو ورته دا سټېټس اخیستی؟ داخلي کرکټ کې موږ د یو ورځنیو لوبو سیالۍ زیاتې کړې وې خو ونه شوې، کابو ټول کال کې داخلي کرکټ کم رنګه ښکارېده. په پرمختیایي برخه کې تر اوسه هېڅ کوم عملي کار نه دی شوی صرف نمایش شوی، په داسې حال کې چې د دوهزرهاووهلسم کال لپاره موږ د پرمختیایي څانګې لپاره تر لسو میلونو ډالرو بدیجه ځانګړې کړي او پلان جوړ کړی و، دا پلان د کرکټ نړیوالې شورا هم منلی و. اوس چې نړیوالې شورا ته د کال راپور ورکول کېږي نو ټول به دروغ ورته لېږي، که دروغ یې ورته ونه لېږل نو بیا دې زموږ د کرکټ الله مل شي؛ شاید بودیجه راکمه کړي ځکه د کرکټ نړیوالې شورا ته چې پلان ولېږې، دوی یې درسره ومني او کارونه د پلان سره سم ترسره نه شي نو بیا درڅخه د راتلونکي کال بودیجه کموي. د بودیجې د کمي لاملونه او تخنیکي پروسه لیکل زموږ لیکنه اوږدوي، د کرکټ ادارې کارکونکي پوهېږي چې په مالي سکورکارټ کې له اې څخه بي او یا سي ته څنګه راتلی شو. دلته دا یادونه هم کوم چې د کرکټ نړیوالې شورا ته دروغ لېږل هم د منلو دي ځکه هغوی افغانستان ته نه راځي، صرف په عکسونو او ویډیوګانو قناعت کوي. دا کار خو مشعل صېب ته ځکه اسان دی چې ښې پرېمانه خیالي پرانیستې یې کړې دي، عکسونه او وېدیوګانې به یې خدای خبر څومره پرېمانۍ کې وي.
بله مهمه موضوع د اداري څانګې ده، تاسو به لیدلي وي چې دې څانګه کې هم د کرکټ د تاریخ تر ټولو لوی مشکل دي؛ تر دېرشو پورې اداري کارکونکو، چې هر یو یې له دوو دریو کلونو نیولې تر پنځهلس کاله کاري تجربې لري، بایکاټ کړی. دا کسان هغوی دي چې د کرکټ په ټولو لاسته راوړنو کې ونډهوال دي، زما د وخت لاسته راوړنې دي او که تر ما د مخه، ان تر بشپړ غړیتوبه رسیدلو کې د دوی هر یوه لاس دی. مشران د دوی په ملتیا پلان جوړوي او تصمیم نیسې، نور ټول عملیاتي او عملي کارونه همدا کارمندان کوي، که دوی نه وي یوازې مشر هېڅ نه شي کولای. هغه کارمندان، چې بایکاټ یې یوازې او یوازې د کرکټ د بهبود او ښه والي لپاره کړی نن په کور ناست دي، نه یې دولت پوښتنه کوي او نه ورسره ژورنالېستان تماس نیسي. باور وکړئ چې دغو بایکاټ کوونکو کارمندانو کې داسې کسان هم شته،
چې کرکټ یې په پښو درولی، شپه او ورځ یې نه ستړي کیدونکي کارونه کړي او هر یوه یې بې له زیاتو مادي امکاناتو د اړتیا پر مهال کابو څلرویشت ساعته کار کړی خو نن نوې اداره وایي چې دوی بېسواده دي او پر کار نه پوهېږي. هغه نوي یې چې راوستلي دي موږ او تاسو ټولو ته مالوم دي چې څنګه راغلي دي، تاسو یې حقیقت د شفیق ستانکزي په غږیزو کلېپونو کې واوریده چې د استخدام پروسه څنګه پر مخ لاړه؟ دا هغه حالت دی چې له موږ یوازینۍ خوشالۍ اخلي، د مثالي پرمختیا لرونکی کرکټ به داسې ځای ته بیایي چې په اسانه به نه جبرانېږي، د ورګرځېدو لپاره به یې اړتیا وي چې پاک او تکړه خلک دویم وار کلونه کلونه کار وکړي.
دولت، رسنۍ او د کرکټ مینوال باید د بایکاټ کوونکو پوښتنه وکړي، ځکه بایکاټ یې یوازې او یوازې د کرکټ او وطن لپاره دی، ګنې دوی هر یوه ښه معاش درلوده او ښه خوشاله ول. دوی پوهیدل چې اداره بل پلو روانه ده او دا پر کږو لارو تګ به کرکټ نامالوم لوري ته بیايي.
اداره کې نورې څانګې هم شته خو ما یې مهمې راواخیستې، دغه برخې د کرکټ نړیوالې شورا تر نظر لاندې دي او د کرکټ بورډ مهمې څانګې دي.
کله چې په یوه اداره کې ټول کارمندان سره یوه خوله او صادق نه وي کارونه هېڅکله هم ښه مخکې نه شي تلی، بیا داسې حال کې چې یو او بل ته هېڅ غوږ نه نیسي. دا مشکلات تاسو درک کړي دي چې عمومي رییس سره د کرکټ بورډ ډېری کارمندان جوړ نه دي؛ د معاش د زیاتولو ګواښونه ورته کوي او ورته وایي چې د نه منلو په صورت کې موږ هم مخالفت ته ځو، ځینې یې له بورډه بهر دسیسې جوړوي چې په سوشل میډیا کې اور بل کړي، همدا کسان دي چې د ټولنیزو رسنیو نامتو فعالینو ته د بورډ اړین مالومات په لاس ورکوي. څه داسې برحال کارمندان هم شته چې اجرایوي ریس یې نه خوښېږي او ورسره ډغرو کې دي. د اوسنیو کارمندانو ساده وېش دا دی چې دوې ډلې دي؛ څوک د عمومي رییس ملا تړي او څوک د اجرایوي رییس، د بېلګې په توګه ټول د زونونو مشران د اجرایوي رییس کسان دي او همدا نن چې اجرایوي رییس ورته ووایي چې د عمومي مشر پر ضد راپاڅئ، پاڅېږي. یو څو د ولایتونو مشران هم دې پره کې دي. په اداره کې بشیر ستانکزی، همکار او ځینې نور له شفیق سره کلک مخالفت لري تر دې چې بشیر ستانکزي ماته ویلي وو چې که شفیق د دې ادارې اجرایوي رییس وي نو زه به ټول عمر هم دې ادارې ته رانه شم. خو نن دوی دواړه یوه اداره کې کار کوي او دواړه پر مهمو پوسټونو دي که دوی دوه سره جوړ نه وي نو د کرکټ پرمختیا ټکنۍ ده. دا هغه مالومات دي چې د ادارې یې له داخله یې لرم.
د زونونو او د ځینو ولایتونو مشرانو ته په کار ده چې د کرکټ د پرمختګ فکر وکړي، له دې وړو وړو ډلو تېر شي او حقیقت ته مخه کړي څو دوی هم د کرکټ ژغورلو ستوري شي. ګورئ به چې ټول بایکاټ کونکي کارمندان او د کرکټ ځینې مینوال چې غواړي کرکټ له دې بهران څخه وباسي ستوري کېږي، ان شا الله.
راځم ژمنتیا ته، زه چې دا یو کال د کرکټ نوی مشر ښاغلی مشعل تعقیبوم ژمن نه ښکاري، کرکټ ته د کار پر ځای یوازې دا غواړي چې کرکټ د ځان د مشهورولو لپاره وکاروي، ښکاره بېلګه یې دا ده چې د لوګر، پکتیا او خوست دروازو کې یې د کرکټ له بودیجې خپل لوی لوی عکسونه پر لوحو ځړولي او کابل کې یې هم ځینو څلور لارو کې د شهرت تنده لیدی شي. د دې تر څنګ تاسو وینئ چې ملي لوبډلې ته د لوبو په تیارولو او ورزش ډیپلوماسۍ کې څومره بریالی دی! که کرکټ ژغورو نو اوس هم ناوخته نه دی، دولت باید پر یوه ژمن، وړ، پر کرکټ پوه او ښه مدیر باندې غور وکړي څو اداره له دې مجهول اومشکل حالت څخه وباسي. د رسنیو رول ډېر مهم دی، ټولې رسنۍ او ورزشي خبریالان باید پر اوسني حالت مختلفې خپرونې جوړې کړي او دې خپرونو ته پر کرکټ پوه کسان وروغواړي. که نه نو درسره نوټ کړئ چې یو ستونزمن او بېخونده حالت ته تلونکي یو، هغه وخت به ټول ارمان کوو چې خپله دنده مو نه ده اجرا کړې.
زه د یو افغان په توګه خپل مسولیت ادا کوم او دا څه مې چې ولیکل هغه عمده مشکلاتو ته پکې اشاره شوې کنه واړه دومره ډیر دي چې لیکنه به پوره کتاب شي، تاسو هم باید مسولیت ادا کړی او کرکټ له بهرانه وباسی.
زما لیکل دې لپاره نه دي چې د بیا راتلو هیله لرم، نه هېڅکله نه! زما هیله دا ده چې په ډېرو مشکلو سره دې ځای ته رارسول شوی کرکټ خراب نه شي او زموږ کړي کارونه وساتل شي.
د یو داسې افغان په توګه چې د کرکټ له ادارې کافي تجربه لرم یو ځل بیا پر دولت او د بورډ پر محترمو غړو غږ کوم چې د کرکټ ادارې ته جدي توجو وکړي او شته بهران ته د پای ټکی کېږدي، ګنې د ادارې او کرکټ خرابېدو ټول مسولیت به د دوی پر غاړه وي. په دې هیله چې دوی خپل مسولیت ادا کاندي.
د لیکنې د اوږدیدا له امله بښنه او هیله لرم چې څه مو زما څخه تمه وه هغه مې درته پکې ښکاره کړې وي.
ستاسو خادم دانش
وروستي