د لوی او بخښونکی خدای په پاک نوم!
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالمتآب جمهور رئیس، د ولسمشر محترمو مرستیالانو، جلالمتآب اجرایه رئیس، د اجرایه رئیس قدرمنو معاوینینو، د کابیني محترمو غړو، د خپلواکو ادارو او ریاستونو درنو مشرانو او کارکونکو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرانو، اداري پلاوي او محترمو غړو، ښاغلو دیني عالمايي کرامو، قومي مشرانو، خویندو، ځوانانو، د مدني ټولنو درنو غړو، هڅاندو ژورنالېستانو، د سولې سفیرانو، د وطن ساتونکو او ټول افغان غیور، متدین او میړاني ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په ویاړ درنې مبارکۍ، احترامات او نېکې پیرزوینې وړاندې کوم.
خوښ یم چې یو ځل بیا په ټوله اسلامي نړۍ د لوی رب ج له لوري د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او خوشالۍ لپاره ټاکل شوي لویه او نېکمرغه ورځ را رسیږي او هیله ده دا ورځ د ټول مسلمان ملت لپاره د بریاوو، خوښیو او نېکمرغیو باعث شي.
افغان ولس د ویر او غم زیاتې ورځې تیرې کړي او لا هم دا بده څپه روانه ده، خو دعا به کوو چې ددې نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت نور د افغانانو خپلمنځي اختلافات ختم، ترمنځ یې ورورګلوي قایمه او تلپاتې سوله ټینګه شي.
زمونږ دنده داده چې په دې سپېڅلي هدف کې د زړه له اخلاصه هڅې، منډې ترړې او کوښښونه وکړو څو یوبل ته خوښۍ ورکړو او هېواد ته ویاړونه ور په برخه کړو.
لازمه ګڼم له دې فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا تاسو ټولو ته دریاده کړم چې د کرکټ اتلان د اختر شپې او ورځې هم د هېواد د نوم لوړولو او ولس ته د خوښۍ ورکولو لپاره په بهر کې تیروي او پر لوبو بوخت دي نو هیله کوم ټول یې په خپلو دعاګانو کې یاد وساتئ او هڅونې ته یې دوام ورکړئ.
په وروستیو کې یو ځل بیا د افغان ویاړلي ولس د ښېرازۍ، په علم او زده کړو د سمبالتیا، ترمنځ یې د مینې او یووالي د اړیکو پیاوړتیا لپاره لاسونه لپه کوم او تاسو ته له خوشالیو او کامیابیو ډک اختر غواړم.
په درنښت
نسیم الله دانش
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس
وروستي