
کویټه کې نن سهار د پولیسو د یوه افسر پر موټر چاودنې په خپله د افسر په ګډون درې تنه پولیس وژلي چې پنځه تنه نور یې د دوو عامو وګړو په ګډون ټپيان شوي دي.
پېښه د چمن هاوسنګ سکیم په سیمه کې په داسې حال کې رامینځته شوې ده چې نوموړی افسر د دندې په لور روان و.
ویل کیږي چې په ټپیانو کې د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.
له بلې خوا د کویټې امنیتي چارواکي وایي چې د چاودنې په اړه یې پخوا اطلاع تر لاسه کړې وه چې له امله یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي وو چې د ۴۰۰ کورونو د تلاشۍ په مهال ۴۱ تنه شکمن کسان نیول شوي وو.