
په ملګرو ملتونو کې د بشردوستانه چارو او مرستو رسولو کمیټې مرستیال مارک لاوکوک ویلي دي چې یمن د نړۍ تر ټولو سختې قحطۍ له خطر سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې ده چې که سعودي او ورسره ایتلاف یمن ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورنکړي یمن به له داسې وچکالۍ سره مخ شي چې تېرې څو لسیزې یې نړۍ نه وه شاهده چې وېره ده په ترڅ کې یې ملیونونه انسانان مړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې ریاض تېره دوشنبه یمن ته هر ډول ځمکنۍ، هوایي او سمندري لارې وروسته له هغې بندې کړې چې په یمن کې میشتو حوثي شیعه وسله والو پر ریاض لیرې واټن ویشتونکی توغوندی وتوغاوه چې په اړه یې سعودي ادعا وکړه چې یاد توغندی ایران جوړ کړی و.
له بلې خوا د امریکې متحدو ایالاتو هم ویلي دي چې داسې توغندي پخوا په یمن کې نه وو.
په یمن کې د جګړو له امله د یاد هیواد زیاتره اوسیدونکي د بشري مرستو په اتکا ژوند تېروي.