امریکا پر روسیې نور بندیزونه هم لګوي

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال د دغه هېواد د استازو جرګې ته په خبرو کې ویلي، چې پر روسیې د لا زیاتو بندیزو لګولو پر سر خبرې روانې دي.
سیگال ماندلکر ویلي، کېدای شي امریکا د بندیزونو دغه لړۍ د ۲۰۱۸ کال په جنوري میاشت کې پیل کړي، چې په کې نوي شرکتونه، افراد او هغه درېیم ګړي شامل دي، چې له روسي شرکتونو سره همکاري کوي. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرگئی ریابکوف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا دغه ډول پرېکړې کاملآ غیر قانوني دي او دوی ته هيڅکله هم د منلو وړ نه دي.