
د سوريې ځواکونو د البوکمال ښار چې د داعش ډلې وروستی پټنځای بلل کېږي تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی. د سوریې د ځواکونو قوماندان اعلان کړی، چې پوځیانو یې د البوکمال ښار، چې د دیروالزور ولایت په ختیځ کې موقعیت لري تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. دغه قوماندان ویلي، چې د البوکمال په ښار کې اوس چاڼیز عملیات روان دي او له داعش ډلې څخه پاتې شوې وسلې او مهمات له منځه وړل کېږي.