ټرمپ او د چین ولسمشر د شمالي کوریا او افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل چیني سیال سره د شمالي کوریا د اتومي پروګرام او له افغانستان سره د دواړو هېوادونو په ګډو مرستو خبرې کړي دي.
دواړو مشرانو له یو بل سره په خبرو کې ویلي، د چین او امریکا ښې اړیکې د ټولې نړۍ په ګټه دي او دواړه هېوادونه له یو بل سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري.
دغه راز دواړو مشرانو د افغانستان په اړه هم له یو بل سره خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې د جنوبي کوریا او افغانستان د ښې راتلونکې لپاره به په ګډه له دغه هېوادونو سره مرسته کوي.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې د خبرو پر مهال له چین او روسیې څخه غوښتي و، چې له شمالي کوریا سره خپلې اړیکې کمې کړي. نوموړي د شمالي کوریا مشر د بحران په رامنځته کولو تورن کړ او وویل، زموږ د صبر کاسه ډکه شوې ده او نه شو زغملی چې نور مو په خپلو اتومي وسلو تهدید کړي.