د ۲۰۰۱ کال راهيسی د لوی کندهار مشران چا ووژل او دڅه لپاره؟

۳۰ کاله کیږی چې افغانستان د جګړو اوناخوالو له امله د ډیرو ستونزواوبدمرغیو سره مخ دی. خصوصاً د لوی کندهار اولس د دغه ناورین او بد بختیوسرچینه ګرځیدلی جنګ جګړو، چاودونو، ویرونو اوبی بختیو کړولی چه ډیری ستونزی بدمرغی پکی ږیږیدلی چه ددغه بدمرغیو،بدبینیو،کینی له لاسه اولس د اور په لمبو کی رانغښتی دبله طرفه بیا د پیسواوقدرت لیونیانوپه کوم ډول چه د دوی زړه غوښتی په هغه ډول ئی پردغه زوریدلی اولس ظلمونه کړی اوپه دغه دوران کی د ا اولس د مختلفو زورواکانو لخوا ځورول شوی په یوه اوبل نامه ظلمونه پرشوی د دغه زورواکانو د ظلمونو له کبله عام اولس ،ماشومان، ښځی ، قومی مشران علما اونورمشهوره اوغښتلی ځوانان دخواږه ژوند څخه محروم کړی دمرګ په خوب بیده شول یوتعداد یی بیا معیوبه اودبل محتاجه شول. یایی دهغوازادی سلب کړی کوم چه دهرانسان حق دی چه خپل ژوند په ازاده فضا، سوکالی خوشحالی کی لکه د نوری دنیاپه شان تیرکړی.
د کرزی حکومت په راتګ سره اولس بیا د یوښه ژوند لپاره امیدواره شول اوخلګوته نوی هیلی او ارزوګانی پیداشوی، ولی دیوڅه وخت په تیریدو سره د دی مظلوم اولس دهیلو غوټی لا نه وی غوړیدلی چه د کرزی د خاندان د خودخواهی له کبله د پخوانیو زورواکانو په شان پر دی مظلوم اولس یو واربیا په مستقیم او غیرمستقیم ډول حملی شروع کړی د دی اولس دروازه بیا وټکوله او د دی کړیدلی اولس هیلی امیدونه او ارزوګانی یی د خاورو سره خاوری کړلی او یو وار بیا یی د غم پر ټغر کښینول او پرخپل اولس باندی دیوبیګانه یرغلګرو په شان د قومی مشرانو په وژلو، تښتونو، غلاوو او ججی اخیستلوپیل وکړ. او داملت دده د چارواکو لخوا دومره وځپل شو چی پخوانی دردونه او غمونه یی په خلکو پوری هیر کړل.
د ا یو رو ښانه او ښکاره حقیقت دی چی کرزیانو د اتو (۸) کلونو د حکومت په دوره کی دلوی کندهار پښتانه څومره زیات مړه, ژوبل او وکړول شول داتاسی ته ترمابهتره معلومه ده ، تاسی ورسی په هلمند او اوروزګان کی څه قیامت دی په پنجوایی او ژړی کی څه اور بل دی د کندهار په ښار کی څومره خلګ مری.
داهم تاسی ته معلومه ده.
چی په کندهار کی دمختلفو قومو مشران ووژل شول چه دقومی مشرانو د مړینی په سلسله کی د الکوزوقوم خپل د یو شمیر مشرانو د وژولو تور د احمد ولي کرزي پر وسله والو سړو اچوی او د دغه مرګو ترشاه د ده سایه وینی چه داخبره د ټایمز ورځپاڼه هم لیکلی چه په تیرو دوو کلونو کې دغلته د الکوزي قوم ګن شمیر مشران یو په بل پسې یو په یو ترور شوي دي.
احمدولی کرزی چی د تیرو (۸) کلونو د واک په دوره کی دامریکا د جاسوسی او د مخدره توکو په قاچاق باندی تورن دی او په کندهار کی میشتو قومونو ته د رقیبانو په سترګه ګوری او دهرقوم په باره کی دا فکر کوی چه دابه زما په مقابل کی پاڅون وکړی اوزما دغه باداری چه اوس یی کوم ته به کندهار کی د پای ټکی کښیږدی نوځکه نموړی ځینی قومی خلګ په غیر مستقیم ډول وژلی او ځینی قومی شخړو ته یی لمن وهلی، چی دهغو جملی څخه یی یو شمیردیاودنی وړدی.
چی – ملانقیب الله د الکوزو د قوم یو ستر او غښتلی جهادی قومندان وو په ډیر خوفیه مافیایی ډول سره ووژل سو - پخوانی امنیه قومندان عصمت الله قانع چی اچکزی وو د نورزو په لاس ووژه او نورزو ته یی بدی پریښودل او د نورزو او اچکزوقومی شخړو ته یی نورلمن ووهل ، محمد اکرم (خاکریزوال) الکوزی, اودخاکریزوال ورور معلم اکبر الکوزی ،حاجی ګرانی الکوزی ، عبدالحکیم جان الکوزی, حاجي احمد لله د پنجوایي ولسوال الکوزی, حاجی حبیب الله جان (علیزی) سید امامالکوزی – قمیص کریم الکوزی ، ملالی (کاکړ)، ستاره (اچکزی)، یونس (حسینی)، جاوید (بارکزی) چی د ډاکټرصاحب کبیر (اکرامی) زوی دی د شاولی کرزی سره یی په کندهار شخړه کړی وه او شاه ولی کرزی یی وهلی وو نو دهغی شخړی په بدل کی جاوید (بارګزی) د ښوراو پر لار په کمین کی په ‌‎ډیر مرموز ډول ووژل سو، حاجي عبیدالله بارګزی، عبدالقدوس د خنجکک بارګزی، حاجي علي احمد خان اکا او زوی یې د رورباد بارګزی ملا مجید اخند د تیموریان بارګزی عبدالله جان د ده غلامان بارګزی، حیات الله دانګوریان بارکزی رحمت لله سلاوات نورزی، تورجان د سپیروان نورزی، محمد عیوض سپیروان نورزی، ملا خاکسار د پنجوايي نورزی، حمید اغا د نلغام سید، شیر عبدالمجید سید، ملک دلبر خان دګدای شیرغزۍ علیزی، دارو خان د ادېزی علیزی، حاجي باز محمد خان اڅکزی، برات خان اڅکزی، نقیب الله د زنګاوات اڅکزی، کمال الدین (اڅګزی) چی مشهور په ګلالی دی او د کندهار پخوانی ریس د خاد وو د هغه څلور وروڼه او یو ځوان زوی چه په ډیر تاکتیک سره وژل شوي دی او د دی ټولو په وژلو کی احمد ولی کرزی تورن دی.

د کرزی په حکومت کی یوازی د کندهار په ۱۳ولسوالیو کی دقیق ۵۱۰ قومی مشران اودهغوۍسره دهغوۍدکورنۍ غړی وژل سوی او ترور سوی دی چی په راتلونکی کی به دا را پور تاسوته وړاندی کړو
1. کریم جان سپیروان نورزی
2. ډاکټر صالح محمد سپیروان نورزی
3. فتح خان سپیراون نورزی
4. جانان سپیروان نورزی
5. شمس الله سپیروان نورزی
6. عبدلحبیب پنجوایې علیزی
7. محمد امین خان سپیروان نورزی
نقیب الله

او د دی ټولو په وژلو کی احمد ولی کرزی تورن دی.
 
 
د الکوزود قوم د مشرانو د قتلولو تور عام خلګ پر احمد ولي کرزي ور اچوي، او د الکوزي قوم یو شمیر کسان د احمد ولي کرزي وسله وال سړي په دغو وژونو کی دخیل بولي
. احمد ولي کرزي ددغو وژونو تور په طالبانو تپلی دی ددغو وژونو مسئولیت طالبانو په خپله غاړه نه دی اخیستی کله چې طالبان څوک وژنی نو د هغه د وژنی پیغام ژر تر ژره رسنیو ته سپاري
دا هم څرګنده خبره ده او په دی کی هیڅ شک نسته چی احمدولی د ځینو محدود طالبانو سره مستقیم لاس لری او هغو ته پیسی او اسلحی ورکوي ځکه دغه ځینی محدود طالبان دد سره د سیکورټی په حکمالاتو کی مرسته کوي نو طبعی ده چی دغه محدود طالبان دده غوښتنی تر سره کوی .
ولی د الکوزود قوم ډیری مشران د ځان د خوندي توب لپاره له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
په ارغنداب کې د کاناډايي ځواکونو له یوه مرکز څخه یوه عیني شاهد وویل کله چې دغه مرکز کاناډایانو دغلته جوړ کړ نو د لمر له لویدو وروسته تل له دغې سیمې طالبان په ډاډه زړه تګ را تګ ګوي
حتی دځینو مشرانوپه وینا چی نه یی غوښتل چه نوم یی په ډاګه شی وویل چه احمدولی کرزی د اڅګزو او نورزو ترمنځه شخړو ته هم لمن ووهل چه قوماندان رازق ته یی ۱۲۰ لکه کالداری ورکړی چه په سپیروان کی عملیات وکړی او نورزی قوم وځوروی. نو کله چی رازق په سپیروان کی عملیات پیل کړل دنورزو د قوم مشران احمدولی کرزی ته و رغله اود رازق څخه یی شکایت وکړ نوموړی ورته وویل چه دا ستاسو پخوانی دښمنی ده زه په دی کی هیڅ نه شم ویلای اونه کارپه لرم اوپړه یی پراڅکزو واچوله . موږ په پښتو کی یو ډیر مشهور متل لرو چی وایی غله ته وایی غلا وکړه او د کو خاوند ته وایی بیداره اوسه
داټول کارونه د څه لپاره؟ دا ددی لپاره چه نوموړی احمدولي په دافکر کی دی چی ګواهی ځیني قومونه او قومی مشران به په راتلونکی کی د ده پرمخ خنډ و نه ګرځي او دی کوښښ کوی چی دا ټول خنډونه لمنځه یوسی. موږ یو ډیر مشهور متل لرو چی وایی: اوبه خړی که او ماهیان په کی ونیسه او په انګلیسی ژبه کی هم یو متل سته “Divide and Rule” چی مطلب یی دادی چی په خلګو کی تفرقه او اختلاف واچوه او حکومت وکړه.
حامد کرزی، احمدولی کرزی او دده د کورني غړی د عینی تاکتیک څخه کار اخلی چی تر څو افغانستان وی په حکومت کی د دوی د خاندان دواک منګولی ښخي وی او ددی سپڅلی او پاکی خاوری څخه د خپلی شخصی کورني په ګټه کار واخلی او خپل خاندانی تجارت ځینی جوړ کړی اودا مظلوم ملت د خپل خاندان غلامان وګرځوی. لیکن مشرانو ویلی چی: کوږ بار تر منزله نه رسیږی.
خوپه دی کار باندی د تاریخ په اوږدو کی په افغانستان کی د نړی قدرتونه هم ندی توانیدلی او دافغانستا ن غیور ملت هغوی په مخ مختوری او شرمولی دی. اوهم الله جله جلاله وعده کړیده هغه الله ج چه دنیامځکی اسمانونه يی پیداکړی اوپه اخرت کی به دټولو سره حساب کوی او ډلی ډلی به د الله جله جلاله په لور درومی الهی محاکمی ته به وړاندی کیږی، اودټولو دعملونوپه هکله وروستی عادلانه پریکړه به کیږی ځینی به دکفران اوطغیان په وجه په هغه جهنم کی پریوځی چه دسرکښو اوناشکره انسانانو لپاره مناسب دائمی تمځی دی. نه به په هغه کی دڅښلو یو غوړپ اوبه موندی شی اونه یوه لویشت سیوری اونه یوه شیبه له تودوخی ارام ، خوراک اوڅښاک يی تودی اوبه نو د دوی دعملونو اوحرام خوراک، څښاک مناسبه سزا.
په کندهار کی ځیني قومی مشرانو او مخورو سپین ږرو چی نه یی غوښتل چی نومونه یی په ډاګه شی سرچینو ته ویلی، احمدولی کرزی پردغه ټولوکاروسربیره چی یو د هغه زور واکانو څخه دی چی د ځینو تجارانو او دولتی قراردادیانو څخه په غیر مستقیم ډول پیسی او ونډه اخلي او که چیری څوک ورته پیسی ور نه کړی نو په یوه بهانه او بله بهانه د حکومت د چارواکو د طرفه څخه ځورول کیږی او یا د قرارداد او تجارت غصپولو یا انحصار کولو اختار ورکول کیږی تر څو یی دغه ته اړباسی چی پخپله احمدولی او د ده زورواکانو ته ججه ورکړی.
او دا کار مخکی د اراکوزیا د اعلاناتو د یو مشهور شرکت سره هم سوی دی چی د اراکوزیا مشر محمد نسیم (پښتون) چی د حاجی محمد شریف خان بارګزی لمسی دی ته احمدولی کرزی د حاجی عبدالله کامران په لاس چی په قوم پوپلزی دی احوال ورواستوه چی داراکوزیا داعلاناتو شرکت باید احمدولی ته د خپلو اوایدو ۲۵٪ فیصده ججه ورکړی او کنه نوپه کندهار کی اعلاناتو کار نه سی کولای او محمد نسیم (پښتون) د ونډی ورکولو څخه انکار وکړ او همدغه وجه وه چی د کندهار د اړه مار ښاروال غلام حیدر حمیدی یی د یو لیونی لیوه په شان وروپاروه او د اراکوزیا اعلانات یی په کندهار کی راوغورځول او د اراکوزیا د اعلاناتو قرارداد یی په ښاروال ور بند کړ نو سمدستی یي هره ورځ نسیم ته په ټلیفون کی د مرګ اختارونه ورکول او ورته ویل بی چی د ښارڅخه ووځه دا اختارونه به یی پر طالبانو تاوانول
نو ګرانو هیواد والوتا سو قضاوت وکړی ایا طلبانو تر ننه چا ته ویلی دی چی د ښارڅخه ووځه او محمد نسیم (پښتون)یی دغه ځای ته مجبوره کړ چی ښار و احمدولی ته پریږدی او کډه وباسی همدغه وجه ده چی محمد نسیم (پښتون) اوس په دوبی کی اوسیږی اود کندهار ښاریی و احمدولی کرزی ته پریښاوه ځکه قیوم کرزی دا قرارداد انحصار کړ چی اوس یی په کندهارکی چلوی دافغانستان په قانون اساسی کی انحصار کول یو لوی جرم دی په دی کار سره قیوم کرزی او د کندهار ښاروال د قانون سرغړونه کوی او مجرمین دی چی کچیری صحی قانونی حکومت وی نو باید قیوم کرزی او ښاروال پر دی کار باندی څارنوالی ته معرفی سی خو دا کار اوس ناشونی دی ځکه د حکومت واګی دکرزیانو په لاس کی دی. داسی ډ‌یر کسان سته چی احمدولی کرزی ته د خپل کاروبار ونډه ورکوي او له ویری ږغ نه کوی
قیوم کرزی په مرکزکابل کی د وزارتو او ویلایتو چوکیانی په پیسو باندی پلوری او په ولایتو کی ریاستونه لوی او کوچنی چوکی پلورل کیږی او چارواکی دا چوکیانی د قیوم کرزی ځخه په نغدو پیسو رانیسی او بیا مقرر کیږی او تر مقرر يدو وروسته د چارواکو سره د اوایدو او رشوتونو ۵۰٪ فیصده ونډه هم اخلي. همدغه وجه ده چی د اداری فساد او رشوتونو په وړاندی مبارزه ناشونی او ناکامه ده ځکه کرزیان په هراداری فساد کی ۵۰٪ فیصده ونډه لری نو که چیری هر سړی د اداری فساد پر بنیاد باندی محکمه کیږی کرزیان یی مخنیوی کوي، ځکه که یی مخنیوی نه کړی د کرزیانو رازونه افشاه یا رسواه کیږی.
چی لوی مثال یی د کابل ‌‌‌پخوانی ښاروال عبدلاالحد صاحیبی وو چی د ټول افغانستان اولس شیکا یت ځینی کاوه او په رشوت، اختیلاس او نوروجرمونو کی کی یی لاسونه ککړ وو. لوی څارنوال عنایت کمال امر وکړ چی باید د کابل ښاوال څارنوالی ته حاضر سی او د خپلو جرمونو ځواب ووایی لیکین ولس مشر کرزی د هغه دفاع کوله په لوی مجلسونو کی یی شر او شور کاوه‌ چی د کابل ښاوال عبدلاالحد صاحیبی باید څارنوالی ته ونه غوښتل سی په داسی حال کی چی د ښاروال پر خلاف شواهید موجود وه ولس مشر پر هر څه سترګی پټی کړی او هغه یی خوشی کړ سمدستی د کابل ښاروال د ملک څخه بحر وتښتیده دا ځکه چی د کرزی صاحب رازونه افشاه یا رسواه کیدل با ید هم کرزی صاحب هغه ته د تښتی لاره ښودلی وای.
هر قراردادی چی د ساختمانی، سړکونو، برق، تیلو، خاریجی او داخیلی قرار دادونه اخلی باید کرزیانو ته په خپل وخت اوزمان ونډه ورکړی که نه نو قرارداد به یی منسوخ سی او قراردادی ته به سزا ورکړل سی.
نو کرزیانوایا تا سو ددی وطن څخه خپل خاندانی تجارت جوړکړی دی؟ ایادا خاندانی تجارت نه دی نو څه دی؟ ایا د دی شیانو په اړه هم ثبوت غواړی؟ ایا ستا په اداره کی فساد نشته او که رشوتونه نشته؟ او که غواړی چی د لمر رڼا په دو ګوتو کی پټه کړی
په کندهار کی یو عینی شاهد وویله چی له ویری یی نه غوښتل چی نوم یی واخیستل شی چی حاجی عبدالله کامران د احمدولی یو نږدی ملګری دی او هم پوپلزی دی، څو څو ځله یی د شرابو په نشه کی د خولی د احمدولی کرزی رازونه وتلی دی چی ویل یی ما څو ځله د امریکا څخه احمدولی ته د مافیا او بانډستانو فلمونه راوړی دی حاجی عبدالله کامران ږیاته کړل چی ما د احمدولی څخه پوښتنه وکړه چی د مافیا فلمونه څه کوی احمدولی په ځواب کی وویل چی زه د مافیا فلمونه ډیر ګورم او د هغو څخه تاکتیکونه زده کوم په همدغه شکل خپل رقیبان وژنم او د هیروینواو تاریاکو کار کوم.
نو ګرانو هیواد والو دا خبره ده داحمدولی نژدی دوست حاجی عبدالله کامران څو څو ځله د نشی په حالت کی کړی ده، تاسو په خپله فکر وکړی چی احمدولی او کرزیان پر دی غمڅپلی ولس باندی د مافیا فلمونو زده کړی کوی نو زه شخصاٌ د یوافغان او یو مسلمان لیکوال په صفت وټولو افغانانوته خبرداری ورکوم اوغوږونه یی ورخلاصوم او ټولو مشرانو ټه خبرداری ورکوم چی”ای مشرانو بیداره اوسی او د خپلو ځانو ساتنه پخپله وکړی که نه نو کرزیان مویو په یو وژنی او لمنځه مو وړي“
تاسو وګوری چی د کرزی په حکومت کی د لوی کندهارکی څومره مشران ووژل سول چی هیځ سړی هم نه معلومیږی ددغه څخه پند او الهام واخلي.
ایا دا د مافیا جنګ نه دی نو څه شی دی؟
جالبه خو داده چی کرزیان یو واری خلګ وژنی او بیا د مړی د کو رنی سره په فاتحه کی ناست وی غم او ویر ورسره کوي د مړی کورنی ته د زړه صبر او تصلیح ورکوي بی له شکه کرزیانو چی دغه ته د مافیا جنګ وایی. دا جنګ تر وسه پوری تاسو ګټلی دی.
 
داسی کسان هم سته چی د احمدولی کرزی د لاسه یی د کندهار ښار پریښی اوهغه یی مجبوره کړی چی هجرت وکړی. چی یو د هغو څخه محمد شفیق بارکزی دی چی هغه هم کرزیانو ته د ونډی ورکولو څخه انکار وکړ او وروسته یی هغه ته په ټلیفون کی د مرګ اختارونه ورکول او دا اختارونه به یی پر طالبانو تاوانول. کله چی کرزیان خلګ ترټی د طالبانو په نامه اختارونه ورکوي او بیا یی وژنی ځکه دا ټوله مرګ او ژوبلی پر طالبانو ټپل کیږی. خو لیکن دا دکندهار ښار خلګو ته ښکاره معلومه ده چی طالبان دخلګو څخه هیڅ کله پیسی په زور نه غواړی او نه د پیسو پخاتر ورته په ټلیفون کی اختارونه ورکوی.
ټایمز مجلې ته یو شمیر سرچینو ویلي چې احمد ولي کرزي داسي هم کړي چې د خپل ځان رقیب قومي مشران یې ډار کړي چې دی به د ناټو هوايي ځواک د دوي پر ضد وکاروي او هم به یې د امریکا په سپيشل فورس ځواکونو له مینځه یوسي.
یوه عالي رتبه نړیوال دیپلومات ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې د کندهار یوه پخواني والي ورته شکایت کړی وو چې ما د احمد ولي کرزي له اجازې پرته نشوای کولای چې د هغه په دفتر کې دهغه سره ووینم ترڅو چه دهغه څخه ما دلیدنی لپاره وخت نه وی تر لاسه کړی.
 
په کابل کې د مخدره توکو سره د مبارزې دچارو تحلیلګرانو ورځپاڼي ته ویلي چې دوي ځکه د مخدره توکو له قاچاقبرو سره د احمدي ولي کرزي د ارتباط په اړه ثبوتونه نلري چې د کندهار او هلمند په ولایتونو کې کوم چې له ایران او پاکستان سره پولې لري ډیری پولیس مشران د همدغه سړي مربوط کسان دي او دغه پولیس چارواکي د کرزي د مخدره توکو په انتقالولوکی مرسته کوی .
 
ټایمزورځپاڼه لیکي چې حامد کرزي څو څو ځله خپل ورور احمد ولي کرزي ته ویلي چې تا په کندهار کې تیروتني کړي چې بیا احمد ولي کرزي ورته په تریو تندني ځواب ویلی چې ته مخکې تر دي چې د ارګ له ماڼۍ څخه دباندي په یو چا تور ولګوي د هیواد په دننه کې تا په خپله ډیري تیروتني اوغلطۍ کړي دي.
داسی معلومبږی چی ولس مشر کرزی د خپل ناسکه ورور احمدولی کرزی څخه ویریږی او د دوی په خپل منځ کی د میریزی وروڼو په شان مشکلات سته خو احمد ولی یی په کندهار کښینولی دی ترڅو دراتلونکی انتخاباتو په درغلیو کی ورسره مرسته وکړی
که څه هم په کندهار کی د احمدولی کرزی واکمنی د حکومت حیثیت ته تاوان رسولی اوهغه یی بی اعتباره کړی ولی بیا هم جمهور رئیس کرزی دخپل ورور ملاتړلی او وایی چه هیڅ داسی شواهد اوبیلګی نه دی وړاندی شوی چه دهغه په رڼا کی احمدولی کرزی تورن ثابت شی.
خو ټایمز ورځپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر حامد کرزي تر اوسه هم مقاومت کړی او وایې چې د احمد ولي کرزي په اړه به هغه وخت اقدام کوي چې د هغه د خرابو فعلیتونو په اړه ورته مستند شواهد وړاندي شي
یوه بهرني ديپلومات چې د کندهار له قومي مشرانو سره یې اړیکي لرلي ټایمز ته ویلي چې دافغانستان په جنوب کې د شخړو د خطمیدو یوازنۍ لاره دا ده چې احمد ولي کرزی ګوښې ته ټیله شي او دغه کار به د حامد کرزي او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لپاره یو مهم ور پرانیزي
دغه ديپلومات ټایمز اخبار ته دا هم ویلي چې د پاکستان په کوټه کې ډیری پښتنو افغانانو چې اوس له طالبانو سره اړیکي لري حامد کرزي ته ویلي دي چې تر هغه به دوي له مقابلې لاس وانخلي تر څو چې احمد ولي کرزی په واک کې وي
دا هم د لمر په شان روښانه او ښکاره خبره ده چی په کندهار کی ځینی کسان د پیسو لپاره تښتول کیږی خلګو ته معلومه ده چی دا کار احمدولی کرزی او دده وسلوال کوی، د بیت المال ځمکی په غیره قانوني ډول سره غسپیږی او بیا پر خلګو باندی پلورل کیږی دا هم معلومه خبره ده چی دا کار څوک کوی.
د کرزی ردونی. دجمهور رئیس کرزی چه غربی ملاتړورسره دی د ده کورنی پر غړو باند له ډیره وخته دمخدره توکو دکاروبار تورونه لګیدلی دی ،لیکن نوموړی وایی چه ده ته د ورور په هکله هیڅ داسی بیلګی یا ثبوت نه دی وړاندی شوی چه په هغه سره دی احمدولی کرزی ګنهګارثابت شی.
نو کرزیه نه پوهیږم چی تاسوڅرنګه ثبوت غوا‌ړی تر لاسه کړی یوغریب بیچاره به څرنګه داحمدولی غوندی زورواک پرخلاف ثبوت پیدا کوی دا به ډیره د شرم خبره وی که تاسود اداری فساد او ریشوتو په اړه هم ثبوت وغواړی. تا خپل خاندان او چارواکو د پاره په دوبي، امریکا او اروپا کی د بیت المال په پیسو بیلډ ینګونه واخیستل او د دی مظلوم او غم څپلی ملت پر خاورین کورونو باندی بمونه اوروی ، سیاسری دی سرتوری کړی ماشومان دی یتیمان کړل پلرونه او مندی دی بی زامنو کړل او پاته نور ځوانان دی بیکاره او کوچنیان دی دبمونو او ویرونو دلاسه دعلم څخه بی برخی کړل ایا تا سو د دی بیچاره مظلوم ملت د ساتنی، هوساینی ، خوشحالی اود ښه ژوند لپاره حکومت کوی اوکه د خپل خاندانی ګټو لپاره ؟
کله دی دا فکر هم کړی دی چی دا ملت ته به څه ځواب ورکوي ته په دی پو هیږی چی د شاه شجاع او ببرک کارمل سره څه وسول نه پوهیږم چی ته د افغانستان سره باالخصوص د لوی کندهار د بیچاره خلګو سره څه کوی، کله مو دا فکر هم کړی چی دی ملت ته به څه ځواب وایم تا کله فکرکړی چه دبدو پای خراب وی اودمظلوم دزړه ږغ عرش عظیم ته رسیږی.