
دافغانستان دالمپیک ملي کمیټه چي دشمالي ټلوالي او ملي جنایتکارانو ترواک لاندي خپلي چاري پر مخ بیائې اوس دافغانستان په ملي سرود شرمیږي اوس خپل د ټلوالي اودافغانستان د جنګي جنایتکارانو سندري په نړیوالو لوبغالو کي دملي سرود په ځای نړیوالو ته وړاندي کوي ،دملي ؟ المپیک کمیټه هغه وخت دستري شرمونکي رسوائې سره مخ سوه چي په اسیائې نړیوالو لوبو کي ددغي ادارې لخوا دافغانستان د ملي سرود په ځاې دشمالي ټلوالي یو سندره ( وطن عشق تو افتخارم )دچین د ګانذو ایالت د ۲۰۱۰ کال او د اسیائې لوبو په شپاړسم دور کي نړیوالو ته وړاندي کړه .
که څه هم دغه پیښه دافغانستان دولت ته د پزي پرېکیدو په معنا ده خو ددې پیښي اصلي عامیلین یوازي د المپیک کمیټه او دهغې متعصبه مشر دی . د المپیک کمیټه او دهغې چارواکي هڅکله په دې خپره نسي خلاصیدای چي هیڅ نه پوهیږي چي دا سندره څنګه وړاندي سوه ؟؟
باید د المیپک کمیټه او دهغې دشمالي ټلوالي په زور راغلی ريیس په دې پوه سي چي نړیوالو لوبو ته دیو هیواد د لوبغاړو تر لیږلو مخکي دهغه هیواد دملي المپیک کمیټې مسؤلیتونه څه شي دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دنړۍ ټول هیوادونه خو دوه میاشتي مخکي لا خپل ملي بیرغ او ملي سرود د لوبو تنظیمونکو ته دخپلو لوبغاړو د نومونو سره یوځای په رسمي ډول سپاري . خو دافغانستان دالمپیک اداره چي تل ئې دپښتنو سره دمور او میرې سلوک کړی اصلا ځان دافغانستان ملي کمیټه کمه خو دشمالي ټلوالي کمیټه زیاته احساسوي نو ځکه ئې دغه تاریخي شرم افغانانو ته پریښوی .
ددغه تاریخي قصدي تیروتني وروسته که په افغان دولت کي لږ هم شرم پاته وي نو باید دالمپیک کمیټې مشر او کارکونکي دمحکمې میز ته راکش کړي او دالمپیک کمیټه یو اصلي ملي دالمپیک کمیټه جوړه کړي نه د شمالي ټلوالي کمیټه .