د ټولنیزو رسنیو له ډلې ټویټر هغه وخت د ګڼوڼ ساتنې په برخه کې نوي تغیرات راوستل، کله چې د ولسمشر ټرمپ ګڼوڼ بند کړی شو.
د تیرې پنج شنبې په ورځ د ټویټر کمپنۍ یو کارمند د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټر ګڼوڼ د ۱۱ دقیقو لپاره بند کړ، چې ډیر ژر بیرته د نوموړې شبکې له لوري فعاله شو.
د ټویټر کمپني دغه چاره یوه تیروتنه یا غلطي بللې او ویلي چې ددوي یو کارمند د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د تلو په وخت کې دغه اکونټ (ګڼوڼ) بند کړی دی، ددوي په آند هڅه به وکړي چې د ګڼوڼ ساتنې په برخه کې تغیرات راولي خو دوي دا نه ده په ډاګه کړی چې کوم ډول حفاظتي تغیرات به رامنځته کړي.
بل لور ولسمشر ټرمپ ددې پېښې شاوخوا ۱۲ ساعته وروسته عکس العمل څرګند کړ او ددې کار دلیل یې خپل ټویټونه یاد کړل هغه چې ده په ټویټر خپاره کړي وو.
د ټرمپ د ګڼوڼ د بندیدو په اړوند مختلفو خلکو مختلف نظریات ورکړل چې ځینو دغه چاره غندله او ځینو ته بیا د ملنډو وهلو موقع په لاس ورغلې وه.
د ډیموکراټ ګوند یوتن غړي ټیډ لیوني په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې ددې کار له امله د امریکا ولس ۱۱ دقیقې بهتر احساس وکړ، همدا شان د امریکا د کانګرس یوتن پخواني غړي ډیویډ جولي ویلي چې د ټویټر دغه کارمند د نوبل د سولې جایزې لپاره کاندید کیدای شي.
بل لور ته د پورته ټولو نظرونو خلاف د یو پوهنتون پرفیسر جینیفر گرائیجیل ویلي چې دا کومه د ټوکو خبره نده، او نه باید د ټوکو خبره وګڼل شي.
د یادونې وړ ده چې یواځې د ولسمشر ټرمپ شخصي د ټویټر ګڼوڼ چې شاوخوا ۴۱.۷ میلونه فالو کونکي لري بند شوی وو، او د سپینې ماڼۍ ګڼون ته کوم زیان ندی رسیدلی.
وروستي