د سترګو اوښکې تر ګريوانه پورې ورسيدې
د عشق کيسی می تر جهانه پوری ورسيدې
ما خــــو وعده پوره کولــــه ستا د مينی اشنا
د خولی سلګۍ می تر اسمانه پوری ور سيدی
د اور لمبې مې په سينه کې پټی پټی ساتی
د زړګی چيغی تر کاروانه پورې و رسيدې
د جدائي اورونو څنګه په لمبو و سوځم
خاوري ايري می تر بيابانه پوری ورسيدې
ستا د ليدو په طمع طمع مې الله الله کړی
چه فيصلې مې تر رحمانه پوری ورسيدې
بيګاه شهيد اشنا په خوب کی ستا پوښتنه کړله
د عشق کيسی تر بل جهانه پوری ورسيدې
د (((ځلبلاند))) دمرګئ ږغ به په غوږونو واوري
که می يار سترګۍ تر جانانه پوری ورسيدې
نورعلی شاه ځلبلاند
وروستي