هغه زموږ د کلی ښکلی هغه دنګـــــــــه نجلۍ
لــــــــــه ډيره نازه چې به تلله ړنګه بنګه نجلۍ
زموږ دکلی په کوڅو کی خو اوس نه ښکاريږی
په کمه لاړه هغه ګل غوندی خوش رنګه نجلۍ
هر مــــــــاځيګر به ؤ جوړ کړی په ګود ر کی اتڼ
د پايذيبو نو شور ما شور کی به وه شرنګه نجلۍ
توره تياره کی رانه ورکـــــــــه شوه په کمــــه لاړه
زمـــــــــوږ دژوند د ارمـــــــــانونو وه ملنګه نجلۍ
وختونه زموږ سره هر وخت دا ظلم څنګه وکړی
بيل کړی نژدی زموږ له کلی اوله څنګه نجلۍ
پيغلانو خوندو دشهيد لالی پر قبر ژړل
پرون ؤ تللی خو بيا رانغلی له جنګه نجلی
ستا (ځلبلاند) خوبه خپل سر وايي ستا په غيږ کی ايښی
دا پښتانه پيغور ورنه کړی د بی ننګه نجلی
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ
وروستي