
د چا په لاس څنګـــه جوړيږم چاته څه ووايم
په سرو اورونو سوځل کيږم چاته څه ووايم
د هرې خوا چې ګولي راشی ټولی ما کی مښلی
په خپلـــــو وينو کـــــې لمبيږم چاته څه و وايم
زما قسم دی که ئی جــــوړ کړي رانه داسی وطن
د جنګ په زور خو نه جوړيږم چاته څه و وايم
چاچې زما پاکه شمله په سرو اورونو وسوه
نن په هغو خلګو خر څيږم چاته څه ووا يم
(د ځلبلاند )تر سترګو څاڅی په لمن کی اوښکې
د افغان حــــال باندی ژړيږم چــمــاته څه و وايم
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ