د ظلم جـــــــبر انتها په کــــــــور راګډه سوله
څه ليونی غوندی بلا په کــــــور را ګډه سوله
د رڼا ګانو په بانــــــــه ئی سره اورونـــــــــــه راوړه
د جنګ تياره له کومی خوا په کور را ګډه سوله
غليمــــــه تابــــه زموږ کور ته څنګه کوږ کتلی
ژړا پــــــه دی ده چــــې جفاپه کور را ګډه سوله
مرګيـــــه لږ صبر خو وکړه بس درځمه غيږته
پښتنه خور مــــی په ژړا په کور راګډه سوله
زه( ځلبلاند )لاس په دوعا يم ستا و درته ربه
زموږد عمل کمـــــه ګناه په کور را ګډه سوله
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ
وروستي