ریاضت

یو وخت مې ارمان درلود. ما ویل؛ ګوندې چې یو ورځ د خپلو خوبونو او خیالانو د تعبیر فلسفې استاد وه اوسم. له مودې وروسته، ما لومړی خیال وپېژنده. بلا خوبونه مې هم ولیدل. کله ـ کله به مې خیالونه په خوبونو او خوبونه په خیالونو کې ګډ شو. دې فکرونو به زه لکه الوتی مرغه داسې کړم. لاړم به. په هوا به والوتم. د سترګو په رپ به مې کائنات ولیدل. زه پر دې حالت هېڅ نه پوهیدم. خو زه ودردېدم، وژړېدم، وخندېدم او بلا افسوسونه مې هم وکړه. یعنې درد، ژړا، خندا او افسوسونه؛ دا هر څه مې ولیدل. بلاخره ددې ټولو بدلون لپاره، مې ریاضت وکړ. وجداني ستړیا مې هم تیره کړه. زه اخر هم د خپلو خوبونو او هیلو د تعبیر فلسفې استاد وګڼلم شوم.
۱۳۹۶هـ ش، لړم۱۱مه
ملک خېل ـ کور
مازدیګر۴:۳۰ بجې