
په پراګ کې د امريکا - روسيې د مشرانو تر منځ ناسته دامريکا او روسيې د مشرانود پخوانيو ناستو په څير ناسته نده . د دو قطبونو نړۍ مړه شوه ، واړه هيوادونه نه داريږي چه د کومې روغې جوړې او يا د بالوکاله جګړو په پايله کې به د نورو خوراک شي ، په ريښتا د دو قطبونو نړۍ د دې اړخه چه سيالي او ويشل او ډار او ويره د دوي تر منځ منحصره وي مړه شوي ده . د تاريخي لحاظه دا راز مفهوم ( دوه قطبونه ) اوس مهال د څيړلو او شننې لپاره مناسب ندي .
باراک اوباما او دمتري مدفيديف پدې حقيقت پوهيږي . دا کفايت نکوي چه دوي دواړه سره کښيني او سره اتفاق وکړي تر څو اورونه مړه شي او ټولې شخړی اواري شي .
په نړيواله کچه د دوطاقتورو قطبونو غايبدلو لاره اواره کړه چه نوي قوتونه سر را پورته کړي ، نړيوال اقتصادي بحران د چين په پرمختګ رڼا واچوله ، پډاګه شوه چه د ماو ورثه د پرمختګ او پانګې اچولو کتاب وايي او دوي د سره کتاب څخه يوازي دا حفظ کړي چه ثبات او استقرار څرنګه ټينګ شي .
هند هم يوازي د فقيرانو سمندر ندي ، بلکه په کلکه زيار باسي تر څو اوسنۍ پيړۍ ته د رسيدو په جګړه کې وروسته پاتي نوي ، او د تکنالوژۍ په انقلاب کې يي د پام وړ پرمختګ کړي دي او زيار کوي چه خپل اقتصاد او تعليم معاصراو نوی کړي .
په آسيايي پرمختګ کې هند خپل سيمه ايز رول او ځاي غواړي خپل ځاي د لويانو په کتار کې غواړي او هر څه څاري ، يوه سترګه يي په هغه چين باندي ده چه د خپل اقتصادي ، عسکري او تکنالوژي پرمختګ څخه وياړي ، او بله سترګه يي په اتمي پاکستان باندي ده ، هغه پاکستان چه د انتحار په ګرداب کې ډوب دي او د خطرونو او کړکيچونو ډګر او د خطرونو سرچينه به وي .
همدا راز په کار نده چه اوروپايی لوبغاړی هم له لوبې څخه ګوښه شي ، خو دا لوبغاړي د ويرې وړ ندي او اقتصادي وزن يي دې ته کانديدوي چه ځلانده رول ولري . خو د موحدې سياسي ارادې او تصميم نشتوالی دې ته لاره اواروي چه د اتووهيوادونو داتحاد چپنه د بدو کچه د ښوو په پرتله پراخه کړي او د دې مختلفو ژبو اود مختلفو تجربو او کله ناکله د تنګ نظر سياستونو په ترڅ کې د چټک پرمختګ مخنيوي و کړي .
دا کفايت نکوي چه اوباما او مدفيديف سره کښيني . د کيم جونګ ايل نظام د هغې تاريخي زمانې نظام دي چه ښايي تيره شوي وي ، خو دا دروند مشر به د خپل جدي حزب اووژنکي پوځ او هغه ملينونه فقيرانو چه د تيرو شويو کالونو په ترڅ کې يي د ګټې لاره موندلی ده اړوند خوشحاله وي . سربيره په اتمي وياړ .
اوسنی ايراني نظام يو ځانګړي حالت دي ، دا امام خميني غياب اود ماو غياب يو ډول لاسته راوړني نه لري ، د امام خميني ورثه ځان د غورځنګ د سکروټې ساتونکي ګڼي ، اوسني ايران په سيمه کې دير انقلابونه په لاره اچولي دي او غواړي چه د سيمې توازن ګډ وډ کړي پدې اعتقاد دي چه د سيمې په زعامت قادر دي . دايران د انقلاب صادريدل سيمې ته اودايران اتمي خوب او ارمان د ايران ستونزه نوره هم کړکيچنه کړه او دجورج بوش تيروتنې په عراق کې ايران ته طلايي چانس برابر کړ .
يوه بل لوبغاړی هم د نړيوالی ټولنې پام ځان ته راواړوه چه هغه القاعده دي او د امريکا او لوديځ سره د تصادم اوټکر له امله يي د اسلامي او عربي نړۍ پلانونو او څيری ته بدلون ورکړ ، ښکاره ده چه د ۱۱ سپتمبر پيښه هغه لومړۍ مرمۍ وه چه د اوږدې جګړې لامل شوه ، القاعدې انتحاريان وزيږول او په نړيدليو هيوادونو کې انتحاري حملی ورځنی انځور وګرځيده او دمرکزي حکومتونو تسلط پدي هيوادونو کې کم شو . د مسکو چاودنو د نيويارک او ديرې نورې چاودنې خلکو ته ورپه ياد کړي . د ميدفيديف هيواد هم د اوباما د هيواد په څير د حملو سره مخ کيږي او څه ناڅه اور د روسي اتحاد د چپنې په داخل کې هم بليږي .
بيا هم د ستارت (۲) معاهدې امضا کول يوه تاريخي پيښه ګڼل کيږي او له هغه وړاندي د امريکا بيا کتنه په خپله اتمي استراتيژی کې او لدي څو ورځې وروسته په واشنګټن کې د اتمي امنيت غونډه چه چينايي مشر به هم پکښي ګډون وکړي . احمدي نجاد هم کولي شي خپل ګاښونو ته ادامه ورکړي او د هر تيري په ځواب کې به سيمه په اور واړوي ، د دې ګواښونو سره کولي شي خپل لوي او لري مصلحتونه هم په نظر کې وساتي ، کله کله يوازي شعلورشعارونه د پناه د پاره کفايت نکوي .
مساله تردې ديره کړکيچنه ده څرنګه چه اعتقاد کيږي ،او دا هم کفايت نکوي چه د سپينې ماڼې ښاغلی د کرملن له قيصر سره کښيني او نړي بدله شي .
په الحياه ورځپانه کې ليکنه : غسان شريل
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني