چوپ شه چاته مه وایه

محمود نظری
طنزی ډرامه

په امریکا کي میرمن خپل میړه ته وايي:
ولاړ شه وطن ته وکړه خدمت
چې وجدان دی نه کړې ملامت
یوه دوکتورا لرې دوې ماستري
هم په تجارت کې هم په عدالت
میړه یې یو مصرع او میرمني يې بله مصرع وايي:
ډارلینګ ولاړ به شم هاخواته
چوپ شه چاته مه وایه
لمن لمن ډالر به راوړم دېخواته
چوپ شه چاته مه وایه
دلته به یو بنګله رانیسم تاته
چوپ شه چاته مه وایه
په دوبی کې بنګله اخلم آغا ته
چوپ شه چاته مه وایه
بس ملا مي تړلې نوره غلا ته
چوپ شه چاته مه وایه
چه اړ شم ، بابا به وایم هر چا ته
چوپ شه چاته مه وایه
ډالر جاروکوم خپلي خواته
چوپ شه چاته مه وایه
ځان نه پریږدم وزګارتیا ته
چوپ شه چاته مه وایه
آغا د تیلفون خواته ځي اویو لمبر ډایل وي
دهاخوا يي یو دوست غوږۍ پورته کوي یوه مصرع یې دی وایي او دویمه يې د هغه دوست وایي
هلو
زه هم هلته درځم سبا ته
چوپ شه چاته مه وایه
زه هم بډې وهم نور غلا ته
چوپ شه چاته مه و ایه
زه هم واښه اچوم غواته
چوپ شه چاته مه وایه
زه هم سلام اچوم وزرا ته
چوپ شه چاته مه وایه
واسطه کوم شورا ته
چوپ شه چاته مه وایه
زیارتوته ځم دعا ته
چوپ شه چاته مه وایه
په نس صابون وهم امرا ته
چوپ شه چاته مه وایه
تیار یم هر کار د ناروا ته
نوبیا
هی هی هی هی ها ته
پوه نه شوم څه هي هي لري ماته
صبرډارلنګ مي ده لږ خوا
ورته ووایه ولاړه شه لږ شاته
هغه ولاړه د پخلنځي خواته
اوس ووایه څه چې پټ لرې ماته
میلیون ورکوم د هغې جنۍ باباته
چوپ شه چاته مه وایه
په سیند کی غوټه وهم غلا ته
چوپ شه چاته مه وایه
بیا يی د تیلفون زنګ پورته شو
میرمنی غوږې پورته کړه
هلو
سلام وایم او په مخ دي مچوم
چیری ورک یې ووایه ماته
په ډالرو د پاک پولیسو مېلمه کړم
چوپ شه چاته مه و ایه
د کندهار په لاره پاته یوه شپه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
په ږیره ملا پر خرډنک سپور چپه کړم
چوپ شه چاته مه وایه
بیا په لاره دناتود بمبارد په نښه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
ژوندی خو په لویې بلا خوړي اخته شوم
چوپ شه چاته مه وایه
په تور لېست کې دسیا نوشته شوم
چوپ شه چاته مه وایه
رهي مخ په لوري د بندیخانه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
د باګرام په لابراتوار کې تجزیه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
د شپږو میاشتي وروسته ایله شوم
چوپ شه چاته مه وایه
په ټکسي که مخ په کابل روانه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
په ټکسي کې دځان وژونکي مله شوم
چوپ شه چاته مه وایه
په تلاشی کې د تنظمي پولیسو مېلمه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
د زهر خوره څارنوال په پنجه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
بنده لکه قواله په محاکمه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
له کازي څخه خلاص په پیسه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
په چرت کې د خیرات اوسرسایه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
د کابل دګدایانو سره اخته شوم
چوپ شه چاته مه و ایه
بیا ټپي مخ په شفاخانه شوم
چوپ شه چاته مه و ایه
بیاد شورا په خواپه منډه روانه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
هلته په نڅیدو ورزې د پرتاګه کړم
چوپ شه چاته مه و ایه
بیا رهي مخ د ارګ په لګه درګه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
غړومبی په نس کې په لمانځه شوم
چوپ شه چاته مه وایه
برګه یارانه وه د زړه له ارګه ولویدم
ولي؟؟؟؟؟
څوکۍ په اهل نه، وه په سازمان
چوپ شه چاته مه وایه
رشوت په لپه نه، وو په کپان
چوپ شه چاته مه وایه
بیعدالتي په ذره نه، وه پریمان
چوپ شه چاته مه وایه
زما غوندی ډیر وه هلته بیکاران
چوپ شه چاته مه وایه
هلته دکتورا پيدا کیده ډیره ارزان
چوپ شه چاته مه وایه
نالوستي وه پروفیسران اوډکټران
چوپ شه چاته مه وایه
نو بیا
پرځینو تر پښتون ګران وو ایران
چوپ شه چاته مه وایه
که څه هم د هغو د لاسه وه ډیر ګریان
چوپ شه چاته مه وایه
ځوانان بیکاره وه اوسرګردان
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
دوتروکي وه ښه نوراني روژه تیان
چوپ شه چاته مه وایه
په روژه مات يي تیرول ژوندی غویان
چوپ شه چاته مه وایه
ټوله نه وه څه زامن هم وه د انسان
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
جانیان وه ټوله له کوره واکمنان
چوپ شه چاته مه وایه
دولت یې ارثی کړی وو بې تاجه سلطان
چوپ شه چاته مه وایه
هلته پر دیوال ځړېدل ډول ډول انځوران
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
ټولو یو بل ته درواغ ویل همزمان
چوپ شه چاته مه وایه
له دیموکراسی یې خرو ته ویل انسانان
چوپ شه چاته مه وایه
د پښتنو ضد و ټول تریوبخن امران
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
نه وه هلته د پښتنو خواخوږان
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
هغوی ټوله شوې وه بل ته تور ماران
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
په خپل ډینګ ډینګو شوم پښيمان
نو بیا
پښتون اړ وه نا انډوله جنګ ته
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
سر ونه تیاریدل د وسپنی تانک ته
چوپ شه نور مه ژاړه ماته
د وسپنی باران وو د کېږدیو څنګ ته
چوپ شه نور مه ژاړه ماته
د ډالرو ماشین چالان وو شننګ ته
چوپ شه نور مه ژاړه ماته
ملت تیاروو تګ او دو د جنګېدنګ ته
چوپ شه نور مه ژاړه ماته
نو بیا
هر زورمټي او چا چې لرله داړه غدۍ
چوپ شه چاته مه وایه
هغه په زوره برمته کړې وه څوکۍ
نوبیا
له اړه د بنو لومه نه وه دافغان
چوپ شه چاته مه وایه
پښتنو ته یې وشړل خروړي سپیان
چوپ شه چاته مه وایه
هم یې ټاپه ورکړه دګوانتانامو د زندان
چوپ شه چاته مه وایه
نو څه
واک یې تر غاړی ټینګ نیولی هغو لکه خر
چوپ شه نور مه ژاړه ماته
پروا نه کوی د هغه په لغتو او هرهر
چوپ شه نور مه ژاړه ماته
نوبیا

پخوا یو حوالداررا تناو وله لس په شمار
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
اوس هر یو د هغو لري لس لس پهره دار
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
زماټوله ډګ ډوګ شوو پوپنا
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
وروري شوې دلته ډوبی ډوبیا
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
ما غوښت ښه ژوند په وینو د ولس
چوپ شه ته او خدای نور مه ژاړه ماته
وشرمیدم په خپل بیمار وجدان اوس
چوپ شه ته رینګار مه کوه ماته
په مردارو نه مړیږي ټپوس او کر ګس
چوپ شه ته او خدای نور مه ژاړه ماته
وایي خزانه په ویرانه کې وي خښ
چوپ شه چاته مه وایه
مرداره خزانه د بې ایمانو ده خوښ
چوپ شه رینګار مه کوه ماته
روزی د هر چا په لاس د خدای ده بس
بیشکه دا وه هر چا ته ووایه
انشا الله سبا درځم بیرته امریکا ته
چوپ شه چا ته مه وایه
درځم مګر په پاک وجدان ستا خواته
شاباس داپه جا ر ووایه هر چا ته
زه وعده کوم رسوا به کړم هغوی دنیا ته
چوپ شه ما ته مه وایه
پیسې راواستوه د الوتکی ماته
سمه ده ډمامه مه ږغوه نورچا ته
چی پیسې پیدا کړم بیا راځم تماشا ته
چوپ شه چاته مه وایه
چکر وهم بیا بیرته در ځم امریکا ته
چوپ شه چکر پلو مه سباته